نړۍ

عمران خان: د امريکا لپاره د کرايې جګړه نشو کولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې هېواد يې له ډېرو کلونو راهيسې د امریکا په جګړه کې ښکېل پاتې شوی، خو تر دې وروسته به د پاکستان حکومت يوازې هغه کارونه کوي، چې د هېواد په ګټه يې وي.

عمران خان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ليک په ځواب کې  ويلي، چې  هېواد يې نور د امریکا لپاره د کرايي ټوپک په څېر کار نشي کولی.

د پاکستان لومړي وزير ويلي، له امريکا سره يوازې د سولې په برخه کې مرستې ته تيار دي.

تېره مياشت د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، له تېرو اوولسو کلونو راهيسې يې پاکستان ته ميلياردونه ډالر ورکړي، خو پاکستان يې په مقابل کې له امریکا سره هېڅ مرسته نه ده کړې، بلکې سربېره پر دې يې د امريکا د مخالفينو مرسته کړې، خو هغه مهال عمران خان ټرمپ ته په ځواب کې ويلي و، چې هېواد يې د امریکا جګړې لپاره ډېر زيانونه ګاللي، پردۍ جګړه يې پر خپله خاوره کړې او د پخوانيو چارواکو دغه کړنه يې ستره تېروتنه بللې ده.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې، کله چې دی واک ته ورسېد، امنيتي اورګانونو ده ته د هېواد امنيت په اړه معلومات ورکړل، نو دا يې ورته ويلي، چې امريکايي چارواکي پر پاکستان د وسله‌ والو ډلو د ملاتړ او خوندي مرکزونو تورونه لګوي، خو کله، چې پاکستان له امريکا د دغو تورونو په اړه د کره اسنادو غوښتنه کړې، امريکا کله هم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

عمران خان واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې د امریکا په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د شاملېدو له امله دغه هېواد ته ۱۵۰ ميليارده ډالره زيان اوښتی، اتيا زره پاکستانيان په کې وژل شوي او ټينګار يې کړی، چې نور به له امریکا سره يو اړخيزه اړيکې ونه ساتي، بلکې د چين په څېر دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې ورسره غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

هی د انګرېز بچانو. څنګه مو کفر او اسلام او انسان او حیوان غولولی دی.

الحاج استاذ بیانزی

د هند لویه وجه د انګریزانو مستعمره وه ، د خپلواکی غوښتونکو د مقاومت د ځپلو د پاره یی د هند څخه د وتلو ژمنه وکړه ، مګر ویی ویل چه مسلمانان له هندوانو هم خپلواکی غواړی په دی کار یی ډیر څه تر لاسه کړل . لمړی : د هند په لویه وچه کی د مسلمانانو اکثریت وویشلو او په دی واسطه یی د الهی نظام او اسلامی بلنی مخه ونیوله. دوهم : د نوی هند او نوی پاکستان یی له اوله داسی وویشل چه په لندن کی له بلرینی او نیکنی پیدا شوی او غلامان روزل شوی یی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x