ارشیف

رښتيا هم سوله په وحشت او درندګي نسي راتلای

عبدالمالک همت

طالبانو په خپله رسمي ويبپاڼه کي د «سوله په وحشت او درندګي نشي راتلی ..!! » تر سرليک لاندي

د ورځي د خبري په توګه د ګران او زړه ته راتېر هيواد په ډېرو ګوټونو کي پر بې دفاع کليوالو او د هغو پر ټاټوبو او ملکيتونو د امريکايي نيواکګرو پوځيانو او د هغو د ملاتړي افغاني پوځ پر وروستيو زياتو سوو او وحشيانه ړندو بمباريو او بې رحمو بريدونو اعتراضي څرګندوني کړي دي. په دغه ليکنه کي چي د طالبانو نظر څرګندوي راغلي دي: دا وحشتونه په داسي وخت کي زيات سوي دي چي امريکايانو د سولي په پار هم منډي ترړي تېزي کړي دي.

رښتيا هم دغه قصدي او نه توجيه کېدونکي وحشيانه او د انسانيت له چوکاته وتلي بمبارۍ او شپني او نور عمليات او د طالبانو د جګپوړو کسانو په نخښه کول له يوې خوا.

او له بله لوري د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس هغه خبري چي د ميليټري ټايمز په نامه يوې لويديځې رسنۍ سره په مرکه کي يې کړي وې چي امريکا د افغانستان قضيه حل کول غواړي؛ خو له دې هيواد څخه د عسکرو د ايستلو اراده نه لري.

او ورپسې په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ دا خبري چې دوی پرېکړه کړې ده چي د افغان حکومت ملاتړ به کوي او خپل پوځيان به د ۲۰۲۴ کال تر پايه په افغانستان کې ساتي.

او همداراز د نورو افغانو او بهرنيو چارواکو نوري ډول ډول او ګډي وډي څرګندوني ټولي هغه چاري دي چي د امريکايي لوري د سولي د ارادې نه لرل څرګندوي.

خبره د اده چي امريکايان که سوله غواړي او که يې نه غواړي، خو پر ملکيانو باندي د دوی د ځناورو پوځيانو دغسي جنايتکارانه بمبارۍ او بريدونه بايد پخپله د افغانانو له خوا، په ځانګړې توګه د اشرف غني له خوا چي ځان د افغانستان ولسمشر ګڼي او د بشر د حقونو د ويده کميسيون او د نورو هغو نړۍ والو له لوري چي ځانونه د ضمير او وجدان خاوندان ګڼي جدي ونیول سي او په دې اړه هر اړخيزي څېړني وسي. که د  يوه عرب ژورناليست خاشقجي د وژلو قضيه دومره شاربل کيږي، نو د ۱۶۶۲ عامو وګړو وژل، چي زيات يې مېرمني او ماشومان دي او د دغومره دوه واره خلکو ژوبلول او همدومرو بې ګناه بنديانول او په سلګونو زرو ډالرو مالي تاوانونو ورته رسول خو بايد په طريق اولي تر نړۍ وال اعتراض او څېړني ګروېږني لاندي راسي.

په دې مورد کي د طالبانو د غبرګون په اړه زما په نظر ښه داده چي دا ځل د طالبانو د سياسي دفتر مسؤولين د ښاغلي خليلزاد سره په ليدو کي تر هر څه دمخه دغه خبري مطرح کړي او ورته ودي وايي چي لومړی دي دی د اړوندو امريکايي چارواکو سره د دغو خبرو په باب خبري وکړي، له هغو څخه دي نه د دغو تحرکاتو د سمدستي بندولو، بلکي د اوربند کولو او له افغانستان\ څخه د اشغالګرو پوځيانو د ايستلو ژمنه  او تعهد واخلي او بيا دي د سولي د مذاکرو په هکله په کامل صلاحيت د طالبانو د سولي د مذاکرو د ډلي سره مذاکرو ته ور وړاندي سي. او که داسي نه کيږي، نو ټولو خلکو ته به جوته سي چي امريکايان او د هغو ملګری حکومت د سولي په هکله رښتيني نه دي. په دې صورت کي به د طالبانو او د نورو ټولو افغانانو هغه خبره وي چي که امريکايي پوځونه له افغانستان څخه په سوله نه وزي د مټه په زور يې باسو. بيادي نو د امريکې د دفاع وزير او د ناټو مشر دې شډلو افغانانو ته ځانونه ټينګ کړي، شعر:

ازحادثه لرزند بخود قصر نشينان

ما خانه بدو شان غم سيلاب نداريم.

په دې هيله چي په حقيقت کي د افغانستان په جګړه کي مات، خو د سولي سره نابلده امريکايان او د هغو ملاتړي افغاني پوځيان پر هوښ راسي. او د ملي مشکلاتو د حکومت په شمول زموږ د هيواد او د دې هيواد د شاوخوا ۳۵ مليونو وګړو د برخليک او عليا ګټو په اړه مسؤولانه برخورد وکړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

محترم مولوی صاحب همت سلامونه. محترما بهترین نظر مو ورکړی دی،ټول ولس د ستا په څیرنظر لری،چه لومړی اور بند بیا سوله لپاره خبری،که سره جوړ نه شول بیا د اوربند نه منی. اوربند طالیبان نه کوی.او نه سوله ته تیار دی.طالیبان داسی فکر کوی چه امریکا یان ماته خوړلی ده، امریکا په ټول کال کی لس کسان هم نه دی مړه شوی،او د کال څلور ملیارده ډالر مصرف لری.افغانان په زرګونو مړه شول.په خیټه هم وږی یوو. له ګټه څخه د افغانانو تاوان ډیر دی.متل دی چه غل نه غړیږی مال د وغړیږی،طالیبان د افغانانو په خاطر لږ څنګ… نور لوستل »

همدرد افغان
میلمه
همدرد افغان

له نن نا بعد افغان ولس باید خارجیانو ته پریګنده دریځ ونیسی چی ایا له افغانستان نا اووزی په څومره وخت کی په یوه ورځ کی یوه اوونۍ کی او که په یوه میاشت کی او ور څخه سمدستی د ښه او نه جواب وغواړی؟ که پدی درو خبرو کی یوه یی ومنله ښه ده کنی نوره مه وخت ورکوی او نه دی د تیرایستونکی او عولوونکی د سولی په نوم وخت ضایع کیږی او نه دی نور عوام د انتظار په اور کی سوځول کیږی. د جعلی سولی په نوم ټولی دروازی باید زر وتړل شی او افغان ولس… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

همت صاحب اسلام عليکم ورحمته الله ډيره ښه ليکنه خو په اوربند بل نظر لرم داسي به وانګيرو چي طالبانو او امريکايانو اوربند وکړ او دسولې مذاکرات شروع شول ، دامذاکرات به امريکا کلونه وغځوي او نتيجه به يې هم ورکه وي همدا مفسدين به وي او همدا نظام ، طالبان به وروورو ظعيفه کيږي ، چي جهاد نوي نو مجاهد بيا څه کوي ، امريکا او غلامه اداره يې له ډيره وخته اوربند غواړي خوکه څوک يې ورسره ومنې . زما په اند طالبان به تر هغه اوربند ونکړي ترڅو يو حربي کافرپاته وي او په ټول هيواد کې… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

جميل صاحب وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته نه ! نه ! زموږ د هيواد په اړه د سولي خبري نه بايد د فلسطين د سولي د خبرو غوندي کلونو ته په قصدي او لوی لاس وغځيږي. اوس خو د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ له افغانستان څخه د امريکې او ناټو د نيواکګرو پوځونو د وتلو او په هيواد کي د سولي د راتلو په هکله د خلکو پر را پيدا سوو هيلو سړې اوبه توی کړې. بيا هم زه فکر کوم چي په… نور لوستل »