نظــر

طالبان ولی د افغان حکومت سره خبری نه کوی؟

سیف کاکړ

د شکایتو کمیسیون د لوری د رائی د باطلیدو اعلان او بیرته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لوری د رائی د نه باطلیدو اعلان او یو د بل په ضد د دوی د خبرو لهجه او د الفاظو د استعمال نه د افغانستان د اوسنی حکومت سیاسی اوضاع ښه معلومیږی .

خبره د شکایتو کمیسیون او دټاکنو د خپلواک کمیسیون نه ده ، بلکی خبره د ارګ او اجرائیه ریاست ده، خبره د دوو معالفو دشمنانو ده ،خبره د دوو متقابل لورو ده ، په تقسیماتو کی د شکایاتو کمیسیون اجرائیه ریاست ته رسیدلی دی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ارګ ته رسیدلی دی ، اجرائیه ریاست چی کوم کاندیدان غواړی کامیاب کړی هغه ارګ نه منی او ارګ  چی کوم کاندیدان غواړی کامیاب کړی هغه ارګ نه منی ،

خلک په دومره چاودنو او سختو حالاتو کی راووتل او رایه یی ورکړه خو د شکایتونو کمیسیون بس صرف په څو دقیقو وینا کی هغه لغوه اعلان کړل ، چی څوک د رایه ورکولو په نیت راوتلی او ووژل شو اوس به لوی خدای ج ته حساب ورکړی ، لوی خدای ج به تری پوښتنه وکړی چی ته ولی داسی خلکو ته د رایه ورکولو لپاره راوتلی وی چی هغوی د وضعی قانون حفاظت کوی او وضعی قانون عملی کول غواړی په داسی حال هماغه کسان د الهی قوانینو څخه ډاریږی او د الهی قوانینو عملی کول نه غواړی ؟

نو یو داسی حکومت سره طالبان څنګه خبری وکړی چی یو ریاست دوه برخی سره موافقی نه دی ، یو یی رایی باطلی اعلانوی او سخته لهجه استعمالوی او بل یی وایی چی رایی صحیح دی . او هماغوی  هم سخته لهمجه استعمالوی ، او په داسی حال کی چی دواړه وایی چی دوی د اساس قانون په مطابق فیصله کړی ، نو حکومت خپل اساسی قانون په یو کمیسیون نشی عملی کولی او ورته واضح هم نه دی نو بیا به طالب سره څنګه د اساسی قانون په رڼا کی بحث وکړی  ،

۲-حکومت یو هزاره بدمعاش د علی پور په نوم ونیو او دری ورځی یی محبس کی ونشو ساتلی او بیرته یی د ډاره خوشی کړ ، د علی پور په مسئله کی د ملی امنیت ریاست ( معصوم ستانکزی) او د ارګ د دوهم مرستیال سرور دانش اختلافات په دی موضوع کی له ورایه ښکاره کیده ، نو اوس حکومت چی د یو غل او رهزن بدمعاش په نیولو کی سره مؤافق نه دی نو هغه به د طالب سره په خبرو کی څنګه سره مؤافق وی .

۳-د ارګ سره په دری کیلومتری کی د شهرنو په مشهور ښار کی حکومت ایله په دوو ورځو کی وتوانید یو عادی کس د تمیم په نوم پس د ډیرو زاریو او د فهیم د زوی په منځګړیتوب ونیسی ، پوره یو ورځ ټول مؤسسات رخصت وو نو ایا ارګ د دی وس لری چی طالب غوندی لوی سیاسی او مخالف ګروپ سره خبری وکړی او بیا یی عملی کړی ؟ د تمیم د نیولو نه یوه بله موضوع هم ښکاره کیږی چی ارګ د عادی د یو کس د نیولو وس نه لری نو بیا چیغی وهی چی طالب ته ماته ورکووم او طلبان به ختمووم اوس نوایا دا د خندا خبره نه ده ؟

۴-قومندان نویدک یو عادی لوچک او غل یی پس د څو ورځو سخت جنګ او مقابلی سره ونیو او خدای خبر چی څومره به یی ورته په مخابری زاری ورته کړی وی چی ځان په لاس راکړی چی په شرمونو وشرمیدو او خدای خبر چی کوم پټی معاملی به یی د قومندان نویدک سره کړی لکه عطانور سره چی یی وکړی او هغه به بیا ځان په لاس ورکړی وی .

دا د حکومت حالت دی نو بیا د داسی بی واکه ، غریب ، بی چاره حکومت سره حکومت څنګه خبری وکړی ؟

په داسی حال کی چی د حکومت دوه کسان جدا جدا طیارو کی د جینوا غونډی ته ځی او په یوه طیاره سره مؤافقی ته نه رسیږی نو حکومت به څنګه د طالبانو په اړه مؤافقی ته ورسیږی ؟؟؟؟

تاسو ته په لوی رب ج قسم درکووم  او غلطول به نه کوو چی تاسو د امریکا د سفارت کوم بیان واوری او د ارګ کوم بیان واوری نو تاسو کوم بیان زیات د اعتبار وړ ګڼی او کوم بیان داسی ګڼی چی دا به عملی کیږی او دا بیان به نه بدلیږی ؟ ساده جواب یی دی د امریکا د سفارت بیان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

سیف کاکړ صاحب.
حکومت د جنګ د لاسه کمزوری دی،که چیری جنګ ختم شی،طالیب چارواکی حکومت کی برخه واخلی،حکومت به قوی شی سوله به راشی،نه به اجرایی ریس پاتی شی،او نه به جنګ سالار پاتی شی،او نه به زورواکی،
دټولو بد بختیو کریدت اوسنی جنګ ته.

غوربندي

عقل تمام صاحب

تر څو چې د جنګ اسباب ونه پېژنې او د له منځه وړلو کوښښ يې ونکړې جنګ به ستا په فالتو غندنه کله هم ونه دريژي.

جميل

جزاکم الله خير په يوشرکت اويا موءسسه کي چي خلک کارکوي هغه به خوامخا رئيس، معاون او نور مشران او کارکوونکې لري. دافغانستان د سهامې شرکت مشران په امريکا اويا دهغوی په سفارت کي دی. هيوادونه د خپلو اردو په مټو د خپل هيواد ساتنه کوي خو د سهامې شرکت اردو د امريکايانو او نورو غاصبينو په موجوديت کې توپک څه چي يو چاقو هم نشې درلودلای که هغه د دفاع وزيرهم واوسی خو د خاصبينو يوعادی شرابې عسکر به نرغوندی لاس په ماشه ورته ګرځي راګرځي ، لعنت پر داسي وزير. يوه ورځ يو افغان د مرتد ببرک کارمل… نور لوستل »

لونګ

طالبان خو اوس ټول ملت ته د کفر په سترګه ګوری. که حکومت سره خبری نکوی، روسانو ته منډی وروهی نو داسی د وکړی د افغانانو سپیږو او مخورو سره دی خبری وکړی. دوی خو اوس هیڅ پروګرام د خبرو نلری فقط وایی د امریکایانو سره خبری کوو. د قطر مشرانو منډه کړه پاکستان ته په والله چی د بادارانو خوښه نه وی که هغوی هم بدون د اجازی د آی ای آی څخه چیری ولاړ شی. سوله نه طالب په لاس کی ده او نه هم د حکومت په لاس کی. دوی دواړه د پردیو غلامان دی الله دی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

بل چا جوړ کړی او له بهره د بهرنیانو په وچ زور تپل شوی ادارو ته غلامی اداری ویل کیږی حکومت ورته نه ویل کیږی حکومت باید خپلواکه او غلامه اداره بلواکه حکومت د هماغه هیواد د خلکو له خوا د هماغو خلکو د حقوقو، سولی او هوساینی د پاره مسولیت لری . غلامه اداره په اشغال شوی هیواد کی د اشغالګرو له خوا د مظلوم اولس د استثمارولو د پاره مظلوم اولس وژنی. د کابل غلامه اداره خو سربیره پردی چه غلامه ده ناوړه او فاسده اداره هم ده تر دی کچی فاسده چه د اشغالګرو سره هم رشتونی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x