افغانستان

هرات: طالبانو يوه پوسته سقوط کړې او شل عسکر يې ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هرات ولايت د زاول ولسوالۍ په چشمه کلي کې طالبانو په يوه پوسته بريد کې ۱۴ تنه دولتي عسکر وژلي، ۲۰ نور يې له ځان سره بيولي دي او يوه پوسته يې سقوط کړې ده.

د هرات يو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي چې تيره شپه د هرات ولايت په زاول ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي عسکرو په يوه پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې پوسته نيولې او ۱۴ عسکر يې وژلي او د ۴ ټپيانو په ګډون يې ۲۰ نور عسکر ژوندي له ځان سره بيولي دي.

په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو وياند نجيب الله نجيبي هم ویلي دي چې طالبانو تيره شپه نهه بجې د زوال ولسوالۍ په يوې پوستې بريد وکړ چې د شپې تر دوو بجو يې دوام وکړ چې په نتيجه کې يې پوسته په خپله ولکه کې واخيسته او عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله او شل تنه يې ژوندي له ځان سره بوتلل.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد هم په پوسته د طالبانو بريد تائيد کړی دی او ويې ويل چې د بريد پر مهال په پوسته کې له ديرشو زيات عسکر وو خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ويل.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي دي چې په دغه جګړه کې يې دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده او شل عسکر يې ژوندي له ځان سره بيولي دي او د هغوی يوه لنډه ويډيو يې هم خپره کړې ده.

د يادونې وړ ده چې زاول ولسوالۍ چې تر دې مخکې د هرات د شينډډ ولسوالۍ مربوط وه اوس يې تازه تازه تشکيلات بيل شوي دي چې په زياتو سیمو کې يې طالبان واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x