نيوزېلنډ پاکستان ته ټيسټ سيريز کې ماتې ورکړه او اوم مقام ته يې ښکته کړه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۶ ليندۍ، ۱۳۹۷): د نيوزېلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې ټيسټ سياليو سيريز ترسره شو چې په کې نيوزېلنډ پاکستان ته په ۲-۱ ماتې ورکړه.

نيوزېلنډ لوبډلې د لوبډلمشر کين ويليمسن په مرسته وتوانېده چې پاکستان ته په ماتې ورکولو نړيوال جدول کې څلورم مقام خپل کړي خو پاکستان لوبډله يې اووم نمبر ته وغورځوله.

که څه هم د پاکستان لوبډلې لپاره ياسر شاه په دریو سياليو کې په ۱۹ غوره اوسط سره ۲۹ زياتې ويکټې واخيستې خو لوبډلې ته يې د سيريز بريا ورنشوه کړای.

دغه سوکه توپ اچونکي لومړی په يوه لوبه کې د ۱۴ ويکټو اخيستلو سره د عمران خان ۳۶ کلن ريکارډ مات کړ، همدا ډول په درېيمه سيالۍ کې وتوانېد خپلې ۲۰۰ ويکټې پوره کړي، په دې سره يې د استرالياوي سوکه توپ اچونکي ۸۲ کلن ريکارډ هم مات کړ.

په وروستۍ سيالۍ کې لومړی نيوزېلنډ توپوهنه وکړه او ۲۷۴ منډې يې جوړې کړې، ددوی لخوا لوبډلمشر کين ويليمسن ۸۹ او واټلينګ ۷۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د پاکستان لخوا بلال اصف ۵ او ياسر شاه ۳ ويکټې واخيستې.

په ځواب کې پاکستان لوبډلې ۳۴۸ منډې جوړې کړې او ۷۴ منډې پر نيوزېلنډ وړاندې شو، ددوی لخوا اظهر علي ۱۳۴ او اسد شفيق ۱۰۴ منډې جوړې کړې، د نيوزېلنډ سومرويلي ۴، بولټ او اعجاز پټيل ۲-۲ ويکټې واخيستې.

په دويمه پاڼۍ کې له ستونزو وروسته ويليمسن او نيکولس په زړه پورې ملګرتيا وکړه، ويليمسن ۱۳۹ او نيکولس ۱۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ياسر شاه ۴ ويکټې واخيستې، خو نيوزېلنډ پاکستان ته په ۷۹ اورونو کې ۲۸۰ منډې هدف پريښود، چې پاکستان لوبډله د ۱۵۶ منډو په جوړولو ټوله وسوځېده.

کين ويليمسن په ۲۲۸ منډو د لوبې او ياسر شاه په ۲۹ ويکټو د سيريز غوره لوبغاړی وټاکل شو، خو پای کې نيوزېلنډ لوبډله له پنځم څخه څلورم او پاکستان لوبډله له شپږم څخه اووم مقام ته ورسېدله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د