افغانستان

روزګان: هوايي بريد کې ۱۳ تنه سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې په دولتي عسکرو د هوايي ځواکونو د بريدونو له امله ۱۳ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روزګان ولايت د چنارتو ولسوال فيض محمد وويل چې طالبانو نن غرمه مهال د چنارتو ولسوالۍ د نيولو په موخه بريد وکړ چې ددې بريد د مخنيوي له پاره هوايي بمبار وشو خو د طالبانو په ځای دولتي عسکر په نښه شول چې اووه افغان عسکر ووژل شول
او ۶ نور ټپيان شول.

فيض محمد وويل چې عسکرو امنيتي پوستو ته په لاسي کراچيو کې د وسلو او مهماتو اکمالات کول چې د بريد ښکار شول.

ولسوال وويل چې په دې وژل شويو کسانو کې درې تنه يې د ځانګړو ځواکونو سرتيري وو او نور يې پوليس وو، چې له پيښې وروسته نظامي روغتون ته ولېږدول شول.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا هوايي بريد د افغان که بهرنيو ځواکونو له لوري شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

داهم عجيه مرګ دی دکفارو کالې يې اغوستې وي ، دکفارو په ډوډۍ او تنخوا چليږي ، د کفارو لپاره مسلمانان ذهيروي او وژنې يې خو په پای کې پخپله د کفارو له خوا وژل کيږي .
د کفارو سره دوستې مه کوی کفار بيا پرتاسوهم را اچوي .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x