افغانستان په لومړۍ ایمرجینګ سیالۍ کې له هند څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ په ایمرجینګ اسیا جام سیالیو کې  د هند او افغانستان لوبډلې مخامخ شوې چې په کې د هند ایمرجینګ لوبډلې د افغانستان ایمرجینګ لوبډلې ته د ۷۴ منډو په توپیر ماتې وکړه.

دغه سیالۍ چې په سرېلنکا کې ترسره کیږي افغانستان لوبډلې خپله لومړۍ سیالۍ د نجیب ځدراڼ په مشرۍ د هند پر وړاندې ترسره کړه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د هند لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۱ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا دیپک هوډا سلیزه ووهله او ۱۰۵ منډې یې جوړې کړې، د افغانستان لخوا فضل حق ۳ او کریم جنت ۲ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې افغانستان لوبډلې ښه پېل وکړ، رحمان الله ګربز چټکې منډې جوړې کړې خو ورسره احسان جنت له دفاعي لوبې کار واخیست، شاهد الله کمال ۴۷ منډې جوړې کړې او کریم جنت ۵۸ منډې زیاتې جوړې کړې.

ددوی دواړو لوبغاړو ویکټې په غلط وخت کې وسوځېدې، نجیب ځدراڼ هم په صفر وسوځېد، چې وروسته ونه توانېدل ټاکلي هدف ته ورسیږي، د هدف پوره کولو په وروستۍ کې افغانستان خپلې ۴ ویکټې په دوه اورونو کې وسوځولې او همدا ډول یې په خپله لومړۍ سیالۍ کې ماتې وخوړه.

په دغه سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون کوي چې په دوه ګروپونو ویشل شوي، افغانستان لوبډله له هند، سرېلنکا او عمان سره ګروپ کې ده، چې نن به د سرېلنکا ایمرجینګ لوبډلې پر وړاندې خپله دویمه سیالۍ ترسره کوي.