ټکنالوژي

پاکستان کې یوې مخابراتي شبکې په لومړي وار د (4.5جي) سروس فعال کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په پاکستان هېواد کې د مبایل مشهورې مخابراتي شبکې ټیلنار ادعا کړې چې ددغې هېواد په ځینو برخو کې یې د (۴.۵جي) سروس فعالیتونه وړاندې کړي دي.

که څه هم دغه سروس له دې وړاندې په براډ بینډ بڼه موجود و خو په لومړي وار د مبایل شبکې لخوا وړاندې کیږي چې په مرسته به یې په مبایل کې انترنیت نور هم چټک شي.

د پاکستان مشهورې مخابراتي شبکې «ټیلنار» ادعا کړې چې دوی په لومړي وار په دغه هېواد کې چټک انترنیت وړاندې کړی، اوسمهال به دغه سروس یوازې په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد ښارونو کې کار کوي.

ددغه شرکت د وینا سره سم چې دا د (5G) سروس لپاره لومړنی قدم دی، په دې سره به په LTE نیټ ورک کې تیزوالی راشي، د پاکستان مخابراتي شبکې څو میاشتې وړاندې ادعا کړې وه چې د راتلونکې کال په پېل کې به دغه هېواد د فایو جي سروس فعالیتونه هم کاروونکو ته وړاندې کړي.

ټیلنار شبکه زیاتوي، دا مهال پاکستان کې ددوی ۸۰ سلنه کاروونکي د 3G او 4G انترنیت استعمالوي، او دغه نوې ټکنالوژي به ددوی د انترنیت استعمال نور هم اسانه کړي.

په دې ټکنالوژي سره کاروونکی کولای شي په چټکۍ سره یو څیز ښکته «ډاونلوډ» او پورته «اپلوډ» کړي، خو دوی نه ده په ډاګه کړې چې د ډاونلوډ چټکتیا به یې څومره وي.

په پاکستان کې میشت افغانان او نور پښتانه کوم چې د ټیلنار فور جي سروس څخه ګټه پورته کوي، ددوی سم کارتونه به په اتومات ډول ۴.۵جي ته بدل شي، له دې وړاندې د 3G استعمالونکو ته په کار وو چې د 4G خدمتونو څخه ګټه پورته کولو لپاره نوی سم واخلي.

یاده دې وي چې په دغه هېواد کې تېر کال د (۴.۵جي) سروس په وایټرایب کې وړاندې شوی و، خو په لومړي وار یې یوه مبایل شبکه وړاندې کوي.

په افغانستان کې تر دا مهاله یوازې افغان بیسیم او ام ټي ان شبکو د 4G سروس په محدود ډول وړاندې کړی، افغان بیسیم د (۴.۷۵جي) خدمت وړاندې کولو ادعا هم کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x