نظــر

د مذاکراتو پروسه او واقعیتونه

خالد افغان زوی

له تېرو څو میاشتو راپدېخوا چې د امریکا ولسمشر د افغانستان د موضوع د حل لپاره د شپږ میاشتني ضرب الاجل په تعین سربیره د زلمي خلیل زاد په مشرۍ یو باصلاحیته پلاوی ټاکلی، ورسره د مذاکراتو او سولې موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې او له عامه مجالسو راونیسه تر مطبوعاتو او په خاص ډول ټولنیزو رسنیو یې پراخ انعکاس موندلی دی.

دا چې د سولې مسئله د جګړه ځپلي اولس یوه دلخواه او ارماني موضوع ده، نو ځکه ډیر ځله له دې مهمې او حیاتي مسئلې سره د عقل او عیني واقعیتونو په ځای د عواطفو او احساساتو له مخې چلند کیږي. خو مهمه دا ده چې د بلې هرې مهمې مسئلې په شان،  د مذاکراتو او سوله یيز جوړجاړي موضوع ته هم ټول اړخونه هغه که امریکایان دي او یا هم طالبان او اولس، باید د واقعیتونو په رڼا کې ورته وګوري. دا چې په دې اړه تراوسه واقعیتونه څه دي او څه باید وشي په لنډ ډول ورته اشاره کوو.

طالبان د افغانستان د جګړې د یوه فریق په حیث دې مذاکراتو ته له پوره تعمق او جدیت سره وړاندې شوي دي. تراوسه چې دوی کوم ګامونه اخیستي، معلومیږي چې محتاط دي او په سړه سینه دغه پروسه تعقیبوي. دا چې طالبان ځانونه د افغان اولس استازي بولي، چې هیواد او ملت یې د امریکایي پوځیانو لخوا اشغال شوی. نو ځکه یې د مذاکراتو په میز په اخلاقي لحاظ موقف پیاوړی دی.

امریکایي لوری د نړۍ د هیڅ  رسمي یا حقوقي قرارداد او یا هم اخلاقي اصولو له مخې په افغانستان د خپل اشغال دوام نه شي توجیه کولای. څرنګه چې اصلي مسئله د اشغال د دوام مسئله ده او په دې برخه کې د طالبانو موقف په هر لحاظ پیاوړی دی، نو ځکه طالبان نه اړ کیږي چې له خپلې داعیې تنزل وکړي.

د اشغال په پای ته رسیدو د طالبانو ټینګار ځکه پر ځای او د افغانستان له ملي ګټو او شته حقائقو سره همغاړی دریځ دی، چې افغانستان په تاریخ لحاظ په نړیوالو سترو لوبو کې د هیڅ زبرځواک د نفوذ سیمه یا تحت الحمایه هیواد  نه و. نو ځکه ورباندې امریکا د پوځي شتون د دوام ادعاء نه شي درلودلای. بله دا چې که چیرې له دې مذاکراتو د امریکایانو هدف واقعا سوله او د جګړې پای ته رسیدل وي، نو تاریخي حقائق ثابتوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې کله هم سوله نه ده راغلې. دا د دې اولس تاریخي ځانګړنه او له دیني ــ ملي تشخص څخه رازیږیدلی خاصیت دی چې په خپله خاوره د بهرنیو قواوو شتون نه شي منلی چې ورسره د دوی استقلال او ځمکنی تمامیت خدشه دار کړي.

له لوړو مقدماتو په استنتاج ویلی شو، چې که امریکایان په افغانستان کې د خپل پوځي اشغال پای ته رسولو ته تن کینږدي، شاید د سوله ییز حل لاسته راغلی فرصت له لاسه ووځي.

بله مهمه خبره دا ده چې امریکایان د طالبانو په اړه هم باید سم ارزونه وکړي، د نړۍ معمول دا دی چې سیاسي مخالفین ډير ځله د مادي امتیازاتو او یا هم په اقتدار کې د سهم ورکولو په توسط راضي کیدلای شي او په دې ډول کله معضلې د حل لار او لوری پیدا کوي. خو دلته مسئله دا ده چې د طالبانو مرام کله هم مادیات او یا هم حکومتي څوکۍ ترلاسه کول نه وو. د طالبانو داعیه د محض سیاسي یا مادي اغراضو په نسبت دیني او ملي خاصیت لري. امریکایان باید دا تفکیک درک کړي. امید شته چې د طالبانو او د هغوی د نصب العین په سم درک سره د دې معضلې د حل لار وموندل شي.

امریکا د خپل نړیوال پرستيژ له امله شاید ځان د مذاکراتو د میز پیاوړی اړخ وبولي او په خپله خبره ټینګار ورته خپل حق ښکاره شي.خو مسئله دا ده چې ځواکمني کله هم د برحق کیدلو دلیل نه شي جوړیدلای. دا خبره غلطه ده چې څوک وایي(زور حق دی) بلکې په دیني، انساني او وجداني لحاظ سمه خبره دا ده چې( حق حق دی) که امریکا نړیوال پرستیژ لري، طالبان بیا د خپلې مدعا د حقانیت له امله په پیاوړي دریځ کې دي او د اشغال د خاتمې په مدعا کې له شکه خلاص حق په جانب دي.

عموما معضلې هغه وخت د حل لوری پیدا کوي او مذاکرات بریالي کیږي، چې حق ته د تن ایښودلو روحیه موجوده وي، برعکس که د مذاکراتو په میز هم ناحقه مطالبات مطرح کیږي دا به کاملا یو پوچ او غیرموجه موقف او کړنه وي.

که امریکا مجبوریتونه لري یا یې په اصطلاح د نړیوال حیثیت مسئله ده، طالبان هم همداسې مجبوریتونه او حیثیت لري. طالبان نه یو شخص دی، نه یوه شورا او نه هم کومه معمولي ډله، بلکې یو پراخ خوځښت دی چې د افغانستان د عام اولس او پرګنو نمایندګي کوي او اړ دي چې په خپل و دیني او ملي کرښو ټینګ پاته شي.

په وروستي تحلیل کې ویل شو، چې واقعیت ګرایي او حقائقو ته تن ایښودل هغه لازمي عنصر دی چې د مذاکراتو دغې پروسې ته دوام او د بریا په خوا د یون مجال ورکولای شي.په دې تاریخي فرصت کې باید دواړه اړخونه دا مهم عنصر په پام کې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

جزاکم الله خير

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x