نړۍ

اسرائیلي جنګي الوتکو دخان یونس وشمال ته دري فلسطیني مجاهدین شهیدان کړه

 

(isreal_air_strikeنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۰۲) له فلسطین څخه دحماس دډلی ویاند رسنیو ته ویليدي، داسرائیلو دبمباریو په ترڅ کی عزم الدین قسام بریګیډ مربوط دري کسه مجاهدین شهیدان او یوه بل کس ژوبل شویدي، خبر زیاته وی چي اسرائیلي الوتکو دغزه په جنوب کي دمطاحن وڅلورلاري ته څیرمه یوه موټر په نښه کړ.

له بله لوري اسرائیلي فوځ هم دهوایی برید پخلی کړیدي، اوزیاته یی کړه چي اسرائیلي جنګي الوتکو په سینا کي هغه وخت دفلسطیني مجاهدینو یو ګروپ په نښه کړ، کله چي هغوي داسرائیلي سیلانیانو دتښتولو په اړوند په خبرو بوخت ول، داسرائیلي فوځ ویاند زیاته کړه زمونږ برید دفاعي وه ځکه مونږته په هیواد کي دامنیتي کړیو له لوري خبرراکول شوی وو، چي فلسطیني مجاهدین داسرائیلو دراتلونکي اختر(عید الفصح) دلمانځلو پروخت دبریدونو پلانونه جوړه وي،
دحماس دډلي یوي څانګي کتائب العزم الدین القسام دخپلو دري تنه مجاهدینو دشهادت پخلي کړیدي، وایی تیره شپه داسرائیلي الوتکو دبمباري په ترڅ کي زمونږ دري ملګري شهیدان شوي اویو بل هم ټپي شویدي، نوموړي زیاته کړه که اسرائیل هوایی بریدونه بند نه کړي نژدی ده چي له ډیر سخت عکس العمل سره به مخ شي.
بخت الرحمن بخت ………………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x