
روزګان؛ د چنارتو ولسوال وايي ولسوالي يې له ګوتو په وتو ده
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په روزګان کې د چنارتو ولسوالۍ ولسوال وايي که مرسته ور ونه رسېږي، نو ولسوالي به یې له واکه ووځي.
فیض محمد حنفي ازادي راډیو ته ويلي چې مورال يې له لاسه ورکړی او مرکزي حکومت يې باید په مرسته روحیه غښتلې کړې.
هغه ویلي: «غواړو چې زموږ مورال لوړ کړي او قوتونه را انتقال کړي.»
چنارتو ولسوالۍ کې تېره ورځ هم بهرنیو ځواکونو پر دولتي عسکرو برید وکړ، چې ولسوال د وژل شویو عکسرو شمېر څلور تنه ښيي او وايي چې درې نور طالبانو وژلي دي.
هغه پرون امریکا غږ ته ویلي و، چې یوازې بمبار کې اوه تنه عسکر وژل شوي، چې درې يې ځانګړي ځواکونه او څلور نور پولیس دي.
نوموړي د شپږو تنو نورو د ټپي کېدو هم منلي و.
دلته مېشتو بهرنیو ځواکونو تر اوسه د دې برید په تړاو څه نه دي ویلي.
له تاسونه یوجهان مننه چې دولسوال اوازمو دخونخواروچارواکوترغوږه ورورساوو