سرور دانش: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پر خپله پرېکړه بیا غور کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د حکومت د یو شریک محمد اشرف غني دویم مرستیال سروردانش ويلي، د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د باطلېدو اړوند د شکایاتو کمیسیون پر خپله پرېکړه غور کوي.

له دویم معاونیته خپره شوې اعلامیه لیکي، چې سروردانش د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو له مشرانو، د سترې محکمې له رییس، لوی څارنوال، د سیمه‌ییزو ارګانونو د ادارې مشر، د مرکزي احصايي مشر او د قانون پر تطبیق د څار کمیسیون له مشر سره ګډه غونډه وکړه.

وړمه ورځ (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ) د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وویل، د پراخو درغلیو او په لاس کې شته اسنادو پر اساس د کابل ولایت ټاکنې باطلې اعلانوي.

د دې کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وویل، په ټاکنیزه پروسه کې درغلې او سرغړونې دومره ډېرې وې چې د ټاکنو مشروعیت يې تر سوال لاندې راوست.

څو ساعته وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد خبري کنفرانس کې دا پرېکړه ناسمه وبلله او ويې ویل چې د ټاکنیز شکایاتو کمیسیون پر خپل سر دا پرېکړه کړې ده.

د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا صلاحیت لري، خو صیاد ګیله کوي چې کار باید پر مشوره پر مخ لاړ شي.

هغه د ګیلو په ترڅ کې وویل، چې د تېرو ټاکنو کمزورۍ کې دوی دومره نه و ملامت؛ په وینا يې ټولې کمزورۍ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لاسه وې.

سرور دانش په داسې حال کې د بیا غور خبر ورکوي، چې وړاندې تر دې هم د ټاکنو کمیسیونونه خپلواک نه بلل کېدل او څارونکو بنسټونه تورنول چې د حکومت پر امر چارې ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د