افغانستان

د امریکا سفیر: حکومت باید د سولې هڅې د خلکو په مشوره پر مخ بوځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفیر جان‌بس وايي، حکومت باید د سولې هڅې له خلکو سره پر مشوره پر مخ بوځي.

هغه له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ، خو پر حکومت يې غږ کړ، چې پر مشوره پر مخ لاړ شي.

جان‌بس دا هم وویل، چې د روانې جګړې حل لار باید په ټولنه کې د ننه رامنځته شي چې د ټولنې له لوري ومنل شي.

دا په داسې حال کې دی چې ارګ هم د سولې په نامه یو پلاوی جوړ کړی، چې د ګڼو سیاسي څېرو له لوري نیوکې پرې شوې او ښايي د جان‌بس اشاره هم دې پلاوي ته وه.

د امریکا سفیر په داسې حال کې د سولې له بهیره ملاتړ ښيي، چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره پنجشنبه، کابل ته را ورسید.

هغه د حکومت له ځینو مشرانو سره له لنډو خبرو وروسته، نېغ روسيې ته روان شو.

په ورته وخت کې طالبانو د بهرنیو او دولتي ځواکونو له لوري پراخې ملکي مرګ‌ژوبلې ته په اشارې ویلي، چې سوله په وحشت او درنده‌ګۍ نه راځي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close