
روسي چاراکي له خلیلزاد سره خبرو کې سولهییز حل یوازينۍ لار بولي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاس خبري اژانس د روسي چارواکو په حواله وايي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره يې لیدلي دي.
د سرچینې په وینا خلیلزاد د بهرنیو جارو وزارت له مرستیال ایګور مارګلوف او د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف سره د سولې اړوند خبرې کړې دي.
د روسيې چارواکو ويل چې د افغانستان جګړه یوازې سولهییز حل لري چې دا حل نه یوازې د جګړې د ښکېلو غاړو بلکې د سیمې او روسيې په ګټه هم دی.
زلمي خلیلزاد د سولې د ماموریت درېیم سفر پیل کړ، چې تېره پنجشنبه، له اسلام اباد نه کابل ته را ورسید او له څه ځنډ وروسته روسيې ته روان شو.
روسیې دوه میاشتې وړاندې د مسکوغونډه (۱۸لړم) هم جوړه کړې وه، چې پکې د طالب او امریکا استازو په ګډون د سیمې د ګڼو هېوادونو استازو هم برخه اخیستې وه.