افغانستان

ایران: افغانستان ته داعش امریکا ولېږدول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ایران پارلمان وايي امریکا افغانستان ته داعش د دې لپاره را ولېږدول چې دې سیمه کې هم د عراق او سوريې بحران وزېږوي.

د یاد هېواد د پارلمان مشر علي لاریجاني د چین د کانګریس له غړي سره خبرو کې وویل، د ایران، چین، پاکستان، ترکيې او افغانستان تر منځ همکاري ډېره مهمه ده.

داعش جګړه مارو چې په لومړي درې کاله وړاندې ۲۰۱۵ز کال ننګرهار کې سر راپورته کړ، له پیله تر اوسه د امریکا او د سیمې استخباراتو ګډه پروژه بلل کېږي.

افغان پارلمان، سیاسونو او د سیمې هېوادونو په تېره بیا روسيې پرلپسې امریکا د دې جګړه‌مارې ډلې پر ملاتړ تورنه کړي او زیاته کړې يې ده چې پوځي تمویل يې هم مستقیماً امریکا پر غاړه لري.

افغان حکومت څه موده وړاندې جوزجان کې شاوخوا ۲۵۰ داعش جګړه‌مار د طالب سرتېرو له محاصرې چورلکو کې پورته کړل، چې ګڼ غبرګونونه يې را وپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x