ټرمپ د بهرنیو چارو زارت ویانده ملګرو ملتونو کې استازې ټاکي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناورت ملګرو ملتونو کې استازې ټاکي.

هغه ویلي، نوموړې به د نیکې هیلې چې څه موده وړاندې استعفا ورکړه پر ځای استازې وټاکل شې.

هدر ناورت چې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ده، وړاندې تر دې د فاکس خبري شبکې خبریاله وه.

که څه هم د امریکا ځيني سیاسیون د دې پوست لپاره د هغې پر ګمارنې نیوکې کوي او وايي چې تجربه نه لري، خو ټرمپ وايي دی پرې باور لري.

هغه ویلي، هغه هوښیاره او چټکه ده، چې د ټولو «درناوی به را جلب کړي.»

نیکي هیلي دوه کاله ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وه، چې په ځينو پرېکړو کې حتی یوازې هم پاتې شوې ده او ټول غړي يې پر وړاندې درېدلي دي.

هغې د بیت المقدس په قضیه کې له مخالفتونو سره سره د امریکا پر دریځ په افراطي ډول ټینګار کاوه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د