لیکوال

سوله، ننګونې او د حل لارې چارې!

سردار محمد همدرد

د افغانستان جګړه شاوخوا څلویښت (۴۰) کلنه سوه، که څه هم دغه جګړه د داخلي ستونزو تر څنګ لویه برخه یې بهرني دي ، دا جګړه په دې مهال کې ده چې اوس نور ټول پکې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دا جګړه په جګړې نه ګټل کيږي.
په کور د ننه افغانان هم د سولې چغې وهي ، نړیواله ټولنه، افغان حکومت او وسلوال طالبان هم.

اوس داسې یو وخت رارسیدلای دی چې د سولې لپاره پرستونه رامنځ ته شوي دي.

زه دلته غواړم چې د سولې په اړه یو منصفانه بحث وکړم!

سوله یو حقیقت دی، دا د افغانستان د مظلوم او بېچاره ولس غوښتنه ده، نور په دې اړه ټګي ، برګي په هیڅ سورت د منلو وړ نده.

په دا وروستیو کې چې د زلمي خلیل زاد په هڅو د سولې کومې هڅې پیل شوي دي، د پخوا په پرتله افغان ولسونو ته د سولې په اړه اومیدونه راپیدا شوي دي.

په افغانستان کې د سولې هڅې په نړیواله او هم په داخل کې ممانعتونه او ننګونې هم له ځانه سره لري.

اوله خبره دا ده چې په کور د ننه هم یو تعداد سیاسي ټیکداران د سولې سره موافقه نلري او له بل پلوه د همسایه هیوادونه په خاص دول پاکستان، ایران، روسیه، چين دا هغه هیوادونه دي چې د افغانستان په جګړې او سوله کې په مستقیم ډول دخیل دي.

تر ټولو زیات پاکستان د افغانستان په جګړه او سوله کې مهم او اساسي رول لري.

خو د دې تر څنګ چې په کـور د ننه یو تعداد کسان د خپلو ګټو په خاطر د سولې سره مخالفت کوي ، خو یو تعداد کسان د هیواد د ملي ګټو په خاطر اندېښنې لري ، داسې نه چې د سولې په نامه باندې معامله وشي او موږ افغانان د سولې تر غنوان لاندې قرباني شو، او جګړه لا دوام ومومي.

خدای ناخواسته افغانستان د بحران په طرف لاړ نشي.

ښه مثال یې د بنن سیوان د هڅو نتیجه وه روسي ځواکونه ووتل، داکتر نجیب استعفأ ورکړه او مجاهدینو په خپل منځ کې د قدرت پر سر وطن ټوک ټوک کړ.

اوس خبره داده چې موږ د دومداره سولې ته رسیدلای سو کنه؟

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ په خپله پاليسئ کې د افغانستان د جګړې د ختمولو پلان لري، له یو طرفه دا جګړه د امریکا په تاریخ کې ډېره اوږده شوه او له بله طرفه په امریکا کې په عامه نظر پوښتنه کې هم ډیری امریکایان د افغانستان د جنګ سره موافق ندي .

ټرمپ په خپل اخري دوه کلنه دوره کې کوشش کوي په راتلونکي انتخاباتو لپاره خپل ملت ته یوه ښه لاسته راوړنه د افغانستان د جګړې ختمیدنه وښایي.

اوس چې یو تعداد خلکو سره تشويشونه شته، یو تعداد کسان دا فکر کوي چې زلمي خلیل زاد ته یې دنده سپارلې ده چې په شپږو میاشتو کې باید د سولې خبرې نهایي کړي.

او په دا وروستیو هڅو کې په پاکستان اقتصادي فشارونه، دوامداره هڅې ، دا ټولې د ځانه سره د سولې په اړه اومیدواره هیلې لري.

اوس خبره دا ده د دایمي سولې لپاره باید یوې نتیجې ته ورسیږو، نوره دا جګړه د امریکایانو تر توانه هم تیره ده.

ټول هغه ننګونې چې د سولې په اړه جوړې کړي دي دا ټولې باید واضع شي، خبرې په صادقانه ډول وشي چې په هغې کې د بهرنیانو وتل دي، د جګړې اوربند دی، د بندیانو خوشې کول دي، د موقتې ادارې جوړول دي، طالبانو ته په حکومت کې ونډه ورکول دي.

پدې برخه کې د ملګرو ملتونه، ناټو، متحده ایالات امریکا، سعودي عربستان او اسلامي هیوادونه، همسایه ګان، روس او چین دا ټول باید د دې پروسې د عملي کولو او افغانستان کې بیا د جګړې د مخنیوي او په ټولو برخو کې قوي تضمین رامنځته شي.

زه اوس هم تشویش لرم که خدای ناخواسته موږ سولې ته ونه رسیږو، کیدای شي نړیواله ټولنه په مکمل ډول له افغانستان څخه ووځي او یا د افغانستان جګړه خصوصي شرکتونو ته ورکړي چې دا عمل به د افغانستان ولس لپاره ډېر په زیان تمامه شي.

پرستونه کله کله اماده کیږي، راځئ چې د دې موجوده پرست څخه د خپل هیواد د دایمي سولې لپاره ګټه پورته کړو!

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظرصلح دیوداسی موقتی حکومت جوړول چه ترخپلونفسی خواهشاتودالله ویره پرغالبه وی ،دافغانستان د کونډو،یتیمانو اومسکنانوپه فکرکی وی (سیاسی اوعقیدوی عالمان وی) لکه عبدالرحیم ثاقب،نظرمحمد مطمئن،عبدالمالک همت اوداسی نورددوی په خوښه انتخاب سی نه مشرکین اودنیافرستان لکه اشرفغنی اوحکومت یی،کرزۍ اودحکومت غړی یی چه دوی ته شیطان ددنیا ژوند ښایسته کړۍ دۍ پرآخرت ایمان نلری دافغان ملت هیڅ فکر ورسره نسته اوکه دروس په زوروی که دامریکا په زوروی که ملت په هرحالت کی وی خودوی دی پرقدرت وی اودملک شتمنۍ دی په دواړو لاسو چور کی ـ اوددی موقتی حکومت ترامر لاندی دی اشغال ګرله افغانستانه ووزی اوپه ټولوولایتوکی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

ځنې خلک داسي ګمان لري چي ګوندې دا دولت انتخابې ، اسلامې ، پاک او آزاد دی او نغواړي چي دا پاک ، آزادی غوښتونکې او مخلصين دې له دولته ليری شي ، د دوی ګمان بې ځايه اوغلط دی . امريکا به وزي ، خپل جنايتکاره غلامان به يا له ځانه سره بيايې اويابه يې د افغانانوشرعي محکمې ته پريږدي ، دا خوب او خيال کاملاََ د سره وباسې چي طالب او اوسنې مفسدين دی په يوه دولت کي سره راټول شي ، دابه ډيرخندا و حيرانۍ ځای وي چي فاحش او ظالم دوستم دی د ملا هيبت الله… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

زه نه پوهيژم چې د موقت يا عبوري حکومت اړتيا د څه لپاره، کور مو ګڼ شه، طالب حکومت کړی او اوس يې په خپلو وينو يرغلګر امريکايان شاتګ ته اړ کړي. حکومت يې داسې حق دی لکه د مور شيدې، که يې احمد ، محمود ، قيس مقصود پکې مامورين نيول ښه خبره ده کنه بيا يې هم حق جوړيژي چې ټولې چارې هغو چا ته وسپاري چې د دوی زړه يې غواړي په بل عبارت يو عادل اسلامي حکومت چې دا ځنې د سپي زامن يې ديکتاتوري نوموي په ټول افغانستان کې علی السويه قايم او دايم کړي.… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

حیرانوونکی ! مونږ به چه پخوا د ګیدړانو د اخری کمزوریو سره د هغو لوړو فریبو ته په کتلو سره حیرانیدلو. چه فریبکاری هم لوی شیطانی عمل دی چه انسانی ګیدړان یی هنر او هوشیاری ګڼی . که مونږ د ایزمی او نیکتایی پوشو ( چه ځانو ته روشنفکران او نور تول تاریک فکران ګڼی ) په لیکنو او تبصرو کی وګورو داسی یی لیکی چه اشغلګر له یو ستوری او طالبان له بل ستوری بی خاونده هیواد خپلولو د باره جنګیږی. اشغلګرو د ګیدړانو یو ټولی چارواکی کړی او بل ټولی هم د طالبانو، حکومتی ګیدړانو او اشغلګرو ترمنځ… نور لوستل »