افغانستان

هرات: د ځمکني ماین په چاودنه کې ۳ ولسي وګړې وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین پر یوه سراچه ډوله موټر چاودېدلی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي دي.

د هرات د والي وایند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې پېښه نن سهار د ګذره ولسوالۍ د کورت په سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه سراچه ډوله موټر وچاودېد.

نوموړي تور پوري کړ چې دغه ماین د طالبانو له لوري ايښودل شوی خو طالبان تل ورته تورونه ردوي او وايي مخالفین یې د بدنامولو لپاره د سړک پر غاړه ماینونه ږدي.

د جیلاندي په وینا وژل شوي کسان ټول نارینه او د یوې کورنۍ دی.

طالبانو تر اوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x