طالبان: «ماشوم میسي» ته مو ګواښ نه دی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړه چې ګواکي «ماشوم میسي» ته طالبانو ګواښ کړی او هغه یې له کوره تیښتې ته اړ کړی دی.

نوموړي وویل چې د نوموړي کورنۍ غواړي د خپل ماشوم د نوم او شهرت څخه په استفادې کوم بهرني غربي هیواد ته د کډوالۍ لپاره خپل «کیس» قوي کړي.

ماشوم میسي چې اصلي نوم یې مرتضی احمدي دی اوس یې عمر اوه کاله دی، نوموړی په کال ۲۰۱۶ کې هغه مهال مشهور شو کله چې يې د ارجنټین او برشلونه د مشهور لوبغاړي «لیونیل میسې» جامې د رنګه پلاستیک څخه جوړې کړې وې او فټبال یې کاوه.
ماشوم میسي بیا وروسته قطر هیواد ته ولاړ او هلته یې د «لیونیل میسي» سره ولیدل او هغه ورته خپل یو جوړ امضا شوي کالي او فټبال ورکړ.

د مرتضی احمدي (ماشوم میسي) کورنۍ اوس ادعا کوي چې په غزني ولایت کې د جاغورۍ ولسوالۍ وروستیو جګړو هغوی تيښتې ته اړل کړل او اوس یې په کابل کې هم ژوند ته خطر دی.

دوی ادعا کوي چې طالبانو ګواښ کړی چې هغه بال او کالي که یې تر لاسه کړل، نو څیري به یې کړي او ماشوم به هم ووژني.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د نوموړي کورنۍ د خپلو ناوړه موخو لپاره خپل ماشوم استخداموي او غواړي چې د هغه څخه په استفادې د نړیوالو توجه ځانته جلب کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Adam Khan
میلمه
Adam Khan

I believe this is a propaganda. I do not think that this sweet baby Massy would be ever targetted for his love and affection with the football game. There could also be the possibilities that the parents are behind the issue to find a way and move to the western countries for a better life.
Many thanks