وحيد خان چې د اکتوبر په ۲۲مه يې په هرات کې په بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې او وروسته يې خپلو ملګرو ونيو او بهرنيو عسکرو ته يې وسپاره او هغوی په وهلو وهلو وواژه.

نيويارک ټايمز: بهرنيو ځواکونو افغان عسکر په وهلو وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په هرات ولايت کې د چکسلواکيه هیواد د عسکر د وژنې په تور بهرنيو ځواکونو يو افغان عسکر په وهلو وهلو وژلی.

د امريکا نيويارک ټايمز مجلې د «تهامس ګیبونز» يو تازه مطلب خپور کړی دی چې په هرات ولايت کې يو افغان عسکر چې د چک هیواد د عسکر د وژلو تور پرې و د خپلو افغان ملګرو له لوري بهرنيو ځواکونو ته سپارل شوی و چې هغوی له سختو وهلو او شکنجو وروسته بيرته افغان عسکرو ته د بيهوشۍ په حالت کې وسپاره چې له څه وخت وروسته يې ساه ورکړه.

ليکوال ليکلي چې د وحيدخان په نامه دا افغان عسکر چې د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه په بهرنیو عسکرو ډزې وکړې د افغان ځواکونو له لوري ونيول شاو بهرنيو ځواکونو ته وسپارل شو.

په دغه پيښه کې چې د امريکا ځانګړو ځواکونو يوې قطعې «ګرین بیرټس» هم برخه درلوده چې افغان عسکر يې تر مرګه وهلی و.

د مطلب لیکوال وايي چې په دې پيښې سره په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د جګړي اخلاقو او اصولو په اړه ګڼې پوښتنې راپورته شوي دي او زياتوي چې د امريکا د دفاع وزارت او قانون جوړونکي بايد په دې اړه جدي پلټنې وکړي.

په مطلب کې دا نه دي څرګند شوي چې دا پيښه کله او د هرات په کومه سيمه کې رامنځته شوې ده خو داسې بريښي چې دا پيښه دې په نژدې تير کې رامنځته شوې وي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم يو شمير افغان عسکرو هم په بهرنيو ځواکونو مرګوني بريدونه کړي دي خو د افغان يا بهرنيو عسکرو په ځوابي ډزو کې هغوی هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو ډیر کم يې د امنيتي ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.

وحید خان د ننګرهار ولایت اوسیدونکی او د ملی اردو عسکر وو،د اکتوبر په میاشت کې یې د د هرات په شینډنډ هوایي میدان کې د چکسلواکیه په عسکرو ډزې کړي وي او ورسته د افغان عسکرو لخوا ژوندی نیول شوی وو او ناټو عسکرو ته سپارل شوی و.

تر دې وړاندې د عبدالصبور په نامه يو افغان عسکر هم په کاپيسا ولایت کې په فرانسوی عسکرو بريد کړی و چې ۴ عسکر يې وژلي او ۱۸ يې نور ټپيان کړي وو چې بیا په ۲۰۱۲ زيږديز کال کې د مرګ په سزا محکوم شوی و.

تر اوسه د هرات چارواکو په دې ولايت کې د وژل شوي افغان عسکر د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د