طالبانو پکتيکا لپاره د خپل والي د وژل کېدو خبر رد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د حکومتي چارواکو هغه ادعا رد کړې، چې په پکتيکا کې يې د دوی والي پير اغا د عملياتو پر مهال وژلی دی.

د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي، چې پکتيکا لپاره د طالبانو والي پير اغا له درې ساتونکو سره د ګومل ولسوالۍ په خلیفه کلي کې د ګډو عسکرو په عملياتو کې وژل شوی، خو طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د نصرت رحيمي څرګندونې بې بنسټه بللي او زياته کړې يې ده، چې حکومت غواړي د بې بنسټه راپورونو په خپرولو د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي او خپله کمزروي پټه کړي.

پير اغا ته يوې نږدې سرچينې هم نن ټکی اسيا ته وويل، چې نوموړی ژوندی دی او د ګډو عسکرو په عملياتو کې يې د هغه د وژل کېدو خبرونه رد کړل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

طالب مجاهدینو د صدر اسلام د صحابه کرامو تاریخ را ژوندی کړی، نړیوال دجال هڅه کړی چه د طالبانو نشرونی او خپرونی بندی کړی حتی موبایل تلیفونونه هم هغوی نه شی کارولی خو لږ څه چه لری چه هغه یی د دجال له بریدونو څه ناڅه خوندی ساتلی د دی امله چه طالبان په خبلو خبرو کی رښتیا وایی او هر څه یی په حقایقو تکیه لری ، اشغلګر که غواړی چه اصلی خبرونه ترلاسه کړی د طالبانو د امارت اسلامی له خبرونو استفاده کوی د همدی امله یی خبرونه ډیر شهرت او پیاوړتیا لری. د کابل غلامان او باداران… نور لوستل »