منظور پښتين

سند ايالت ته د منظور پښتين په ورتلو بنديز لګېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د سند ايالت حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو دغه ايالت ته د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښين په ورتلو بنديز لګولی دی.

د سند ايالت د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د پوليسو د عمومي قومندان کليم امام په غوښتنه يې پر منظور پښتين د درې مياشتو لپاره بنديز لګولی دی.

د يادونې وړ ده، چې منظور پښتين له تېرو څو ورځو راهيسې د کراچۍ په بېلابېلو سيمو کې د پښتنو غونډو ته ويناوې کوي او نن د کراچۍ ښار په علي ټاون سيمه کې و.

د سند د کورنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې تور لګولی، چې منظور پښتين خلک د حکومت پر ضد بغاوت ته هڅوي او په خپلو ويناوو د کراچۍ امنيت خرابوي.

په کراچۍ کې د پښتنو ژغورنۍ غورځنګ ځايي مشر نورالله ترين ويلي، پر منظور پښتين د بنديز اعلاميه يې د ټولنيزو رسنیو له لارې ترلاسه کړې او حکومت په رسمي بڼه دوی ته خبر نه دی ورکړی

نورالله ترين رسنيو ته ويلي د حکومت له لوري پر منظور پښتين د امنيت خرابولو تور بې بنسټه بللی او زياته کړې يې ده، چې دوی د پښتنو د حقونو لپاره پر سوله ييزې مبارزې باور لري.

د سند حکومت پر منظور پښتين دا بنديز په داسې حال کې لګولی، چې د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور وړمه ورځ خبرداری ورکړی و، چې د پښتنو ژغورنې غورځنګ دې له هغو حدودو نه اوړي، چې پوځ يې پر ضد زور کارولو ته ځان اړ وبولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د