د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي

عبدالرؤف ابراهیمي: امریکا د پیسو لپاره عام وګړي وژني

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ولسې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وايي «امریکایان هیڅ نړیوال تعهد او قانون ته ژمن نه دي او د پیسو لپاره عام خلګ وژني»

عبدالرؤف ابراهیمي دا خبرې نن «شنبه» په تهران کې د تروریزم ضد کنفرانس ګډونوالو ته وکړې، یاد کنفرانس چې د ترکیې، افغانستان، پاکستان، چین او روسیې د پارلمان مشرانو پکې ګډون درلود نن ورځ په تهران کې خپله دوهمه ناسته ترسره کړه
ابراهیمي ددې کنفرانس ګډونوالو ته وویل « امریکایان چې هر ځای پیسې وویني عام خلګ ورته وژني، دوی هیڅ نړیوال قانون او تعهد ته ژمن نه دي، افغانستان اوس د عامو وګړو په یوه قتلګاه بدل شوی او امریکا ولسي وګړي د تروریزم ضد جګړې په نامه وژني»

ابراهیمي د تروریزم په مخنیوي کې د سیمه ئیزو هیوادونو متحد کېدل اړین وبلل او په دې لاره کې یې د اغېزمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

عبدالرؤف ابراهیمي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ګډو ځواکونو د شپنیو چاپو او بمباریو له امله په افغانستان کې ملکي تلفات زیات شوي.

تېره ورځ طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګواښ کړی وو چې «که امریکایان د ولسي وګړو وژلو ته ادامه ورکړي دوی به د مذاکراتو په ځنډ غور وکړي».

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

ابراهیمی چه کم و بیش یوه لسیزه د دولت د مقننی قوی د ولسی حرګی ریس او د داعشی ملیشو د جزب عړیتوب لری رهبر یی پرون د اربکی او نن د داعشی ملیشو مشری کوی دی خپله غیر مسوله اربکی ملیشی لری ، دتجارانو بچی تشتوی او له هر یوه په لکو او میلونو ډالر تر لاسه کوی حتی له پارلمان یی په لکونو ډالرو ناوړه استفاده کولو تورن او بیا مجرم شو چه خپله یی اعتراف وکړو. که ابراهیمی چه ځآن افغان او بیا مجاهد ګڼی ورور یی د کوم ځآی والی هم دی د پیسو د پاره… نور لوستل »