روسيې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو قراداد رد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي زلمي خلیلزاد مسکو ته د سفر پر مهال په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو قراداد رد کړی دی.

ملګرو ملتونو د خپلې ۷۳يمې غونډې پر مهال په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ او تاييد قراداد تصویب کړ، خو روسيې يې مخالفت کړی دی.

د دغې غونډې ۱۲۷ ګډونوالو هېوادونو څخه ۱۲۴ هېوادونو د افغانستان سولې په اړه د ملګرو ملتونو دغه هوکړه ليک تاييد کړ، خو روسيې، زيمبابوې او ليبيا رد کړ.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې ځانګړي استازي واسيلي نيبزيا ويلي، چې په دغه قرارداد کې د افغانستان په اړه غلط حالات انځور شوي، د افغانستان حالات ورځ تر بلې په خرابېدو دي او په قراداد کې د ځمکنيو حقايقو خلاف هڅه شوې او زیاته کړې يې ده، چې له همدې امله يې له دغه قرارداد سره مخالفت ښودلی دی.

د روسيې سفير ويلي، چې په دغه قراداد کې د افغانستان سولې په اړه د روسيې د هڅو نه يادونه او د افغان سولې په اړه د مسکو فارميټ غونډې په اړه نه لېوالتيا د دې لامل شوې، چې روسيه په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو نهيلې شي.

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل د روسيې استازي د دغو نيوکو په ځواب کې ويلي، چې هېواد يې د افغانستان سولې په اړه د هر ډول هڅو درناوی او ملاتړ کوي، خو په عين حال کې  يې دا تور لګولی، چې روسيې د مسکو غونډه کې د طالبانو څلور غړو ته بلنه ورکړې وه او له ملګرو ملتونو يې اجازه نه وه اخیستې.

محمود صیقل ويلي، چې د مسکو فارميټ غونډه د سولې لپاره يو ښه پلان و، خو روسيې دغې غونډې ته د طالبانو هغه څلور کسان ورغوښتي وو، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا له لوري په تور ليست کې دي او روسيې په دې اړه له ملګرو ملتونو اجازه نه وه اخيستې.

د روسيې او افغانستان د استازو دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان سولې په اړه په سيمه ييزه او نړیواله کچه پراخې هڅې روانې دي او شونې ده، چې دغه ډول څرګندونې د سولې روانې هڅې سبوتاژ کړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

دا قسم خوړی پخوانی دښمنان دی چی باید له هغوی سره په ډیره احتیاط او دبپلوماسی سره خبری وشی. په روس او امریکا نباید هیڅ کله باور وشی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

کابل کی مو د ملګرو ملتو د مشر سره د یو څو ورونو په ګډون د سولی په اړوند خبری کولی ، هغه به هره خبره کی ویل [ که امریکایی ومنی …] مونږ ورته وویل چه ملګری ملتونه خو په نړیواله کچه جرګه ده ، دغه جرګه باید ملامت ته ملامت او سلامت ته سلامت ووایی ، امریکا خو زمونږ هیواد په وچ زور او وحشت اشغال کړی د سپټمبر فاجعه خو همدوی د دهمدی اشغال د پاره جوړه کړی او هر چاته د لمر په شان ښکاره ده . تاسی ولی په هره خبره کی وایاست چه [… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

زما په ګومان چې روسيې اتلس کاله پخوا د بن د کرغيړن کنفرانس له پرېکړو سره ددې لپاره د امريکايانو او ملګرو ملتونو د ظالمانه تصويب ملتيا وکړه چې په نيمه لار کې يې د غرونو په دې کلابند افغانستان کې راګير او د ننګياليو افغانانو ګذارونو ته يوازې پرېږدي.