د الله – جل جلاله – د سپېڅلي نامه د درناوي له امله یې نوم په دنیا وځلېد!

ژباړه او ټولونه: م. حمد الله دانشمند

د اسلامي تاریخ پر پاڼه، ډېر سپېڅلي او پاک زړي انسانان شتون لري. د هغوی له کتاره یو هم “بشر الحافي” – رحمه الله تعالی – دی. نوموړی په [کال: ۱۵۰ هـ] کې د بغداد په ښار کې وزېږېد. د ځواني لومړی پړاو یې ښه نه و؛ خو وروسته الله پاک د رښتنې توبې توان ور وبښل.

د توبې په اړه یې سیرت لیکلي: بشر الحافي پر لاره یوه ټوټه کاغذ وموند، چې خلک پرې تېر شوي او ختلي وو، پر یاده ټوټه د “الله” سپېڅلی نوم لیک و، په ډېر درناوي یې را پورته کړ، له خاورو خځلو نه، یې پاک کړ! سیمې ته څېرمه یوې هټۍ ته ورغی، په ور سره دوه درهمه یې د خوشبويي یوه شیشه و پېرله، یاده ټوټه یې پرې خوشبویه کړه، د دېوال په یوه چاک کې یې محفوظه کړه. د شپې خوب ویني، چې ور ته ویل کېږي: زما نوم دي خوشبویه کړ، ستا نوم به په دنیا او اخرت کې خوشبویه او مشهوره کړم! کله چې له خوب نه را وخوځېد، سم دلاسه یې توبه و ویسته.

بشر الحافي رحمه الله تعالی د علم، ذکر، زهد او پرهیزګارۍ لاره ونیوله، چې په ټولو سپېڅلو ډګرونو کې د لمر په څېر وځلېد، د علم حدیث په سلسله کې له ثقه او باوري کسانو نه، یادېږی، له بشپړ فکري نوښت نه برخمن و. د وخت هم عصره عالمانو په کامله توګه ستایلی، هغه رحمه الله تعالی یې د وخت د هر راز علمي، عقیدوي، عملي او فکري ډکر یو نابغه ګڼلی.

هغه مبارک ته له دې امله “حافی” ویل کېده، چې یوه ورځ موڅي ته ورغی، ورته یې کړه: زما د موچڼې یوه تسمه شکېدلې. هغه ور غبرګه کړه: یو خو ستاسو نادارو له کبله تر پوزې راغلی یم! نوموړي رحمه الله دوهمه موچڼه هم و غورزوله، قسم یې وکړ: که بیا موچڼې وکاروم. نوموړی تر مرګه لوڅې پیښې ګرزېد.

هغه په یواځې ډوډۍ بسنه کوله، چا ترې وپوښتل: ولي ترکاري نه کاروې؟

هغه مبارک ور ته په ځواب کې وویل: د ډوډۍ خوړلو پر مهال خپل عافیت او جوړښت په پام کې نیسم، همدا مې ترکاري ده!

نه یواځې هغه رحمه الله د تقوی نمونه وه؛ بلکې د هغه درې واړه خوندي هم د تقوی او پرهېزګارۍ په ډګر کې ځانګړی نوم لري.

ابن خلکان په وفیات الاعیان کې کاږي: یوه ورځ یوې ښځې د “احمد بن حنبل” رحمه الله تعالی و کور ته تشریف راووړ، ورته یې کړه: یوه پوښتنه لرم، هغه دا چې زه له وړیو تارونه اوبم؛ خو ځينې د ډېوې رڼا ته، ځینې د هغې د تت کېدلو پر مهال د سپوږمۍ رڼا ته اوبم. اوس پوښتنه داده، چې زه به پېرودونکي ته هرو مرو دواړه ډوله بېل بېل ښیم؟!

نوموړي ورته وویل: که ستا په آند یې کوم توپیر وي، هرو مرو باید ور ته دواړه ډوله بېل بېل وښیې. ځینې نورې پوښتنې یې هم ترې وکړې، نوره رخصت شوه، د کور پر لور وخوځېده.

نوموړي رحمه الله خپل زوی (عبد الله) ته کړه: له یادې پتمنې نه، پرته تر ننه، د داسې مسلو په اړه چا نه یم پوښتلی؟ ته د هغې لاره وڅاره، چې هغه له کومې کورنۍ سره تړاو لري. هغۀ هم، همداسې وکړل، د هغې لاره یې تعقیب کړه، ترڅو یاده پتمنه د “بشر الحافي” – رحمه الله تعالی – کور ته د ننه شوه؛ نو څرګنده شوه، چې هغه د بشر رحمه الله خور وه. هغۀ (عبد الله) خپل پلار (احمد بن حنبل) – رحمهما الله تعالی – ته له یاد راز نه پرده پورته کړه. هغه مبارک ورته وویل: په الله قسم! چې یاده پتمنه هرو مرو د هغۀ خور (مخة) ده.

هغه مبارک په [کال: ۲۲۷ هـ] کې له دې ورانې نړۍ نه، کوچېدلی – رحمه الله تعالی، و رحمنا.

سرچینه: خلاصه له لاندې کتابونو نه:
[البدایة والنهایة، وفیات الاعیان لا بن خلکان، و غیرهما]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د