نړۍ

فرانسه: د ژړ واسکټو او پولیسو تر منځ نښتې، سلګونه لاریون کوونکي نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د تیلو د بیو د لوړېدو په بدل کې پیل شوي لاریونونه څلورمې اونۍ ته وغځېدل.

دغه لاریون کوونکي ځای، ځای له پولیسو سره په شخړو اوښتي چې له امله یې تر اوسه ددې ډلې لسګونه تنه ټپیان شوي او سلګونه نور یې پولیسو نیولي.

تېره ورځ شنبه پولیسو دلاریون کوونکو په یوه ستره ډله چې د جمهوري ریاست د ودانۍ په لور روانه وه، اوښکې بهوونکی ګاز شیندلی او ۲۷۲ کسان یې ژوندي ترې نیولي.

ددې لاریون ټولو ګډونوالو ژړ واسکټونه اغوستي له همدي امله د ژړ واسکټو《yeallow vest》په نوم یاد شوي.
لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې څه موده وړاندې دفرانسې حکومت د یوې پریکړې له مخې د تېلو بیې لوړې کړې.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ډسمبر په ۵ نېټه وویل د لاریون کوونکو غوښتنو ته احترام لري خو تشدد په هیڅ لاره ورته د منلو نه دی.

ده زیاته کړه ډېر ژر به لاریون کوونکو ته د تیلو د بیو په اړه ډاډ ورکړي.

خو داسې ښکاري چې حکومت او لاریون کوونکي لا هم هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ویل کېږي دغه لاریونونه په تېره یوه پېړۍ کې د فرانسې تر ټولو خونړي لاریونونه دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x