کراچي: د ایم، کیو، ایم ګوند په غونډه کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچي کې تېره شپه ناوخته د ایم، کیو، ایم پاکستان ګوند له لوري په رابلل شوې غونډه کې چاودنه شوې چې ۶ نفره پکې ټپیان شوي.

چاودنه د کراچي په فرفیوم چوک سیمه کې د ایم، کیو، ایم پاکستان ګوند له لوري د میلادالنبي د جشن په لمانځغونډه کې شوې، چې د ايم کيو ايم مرکزي مشر او د معلوماتي ټيکنالوجي د فدرالي حکومت وزير خالد مقبول صدیقي او د دغې ډلې بل مشر خواجه اظهارالحسن په ګډون ۶ نفره پکې ټپیان شوي.

ځايي پولیس وايي، سیمې ته یې د ژغورني او بېړنۍ مرستې ټیمونه لېږلي او ټپيان یې روغتونونو ته رسولي.

د دې ګوند ویاند هم د پېښې پخلۍ کړی، نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل «موږ دا پېښه په کلکه غندو او هیله لرو چې په پېښه کې لاس لرونکي به ژر تر ژره ونیول شي.»

د کراچي د پولیسو مشر هم یاده پېښه غندلې او د څېړنو امر یې کړی دی.

د کرادچۍ د پوليسو يو مشر غلام اظفر مهيسر ويلي، چې د ميلاد النبي صلی الله عليه وسلم په مناسبت جوړې غونډې په اړه له پوليسو اجازه نه وه اخيستل شوې او نه هم د امنيت غوښتنه شوې وه.

د سند اعلی وزير قايم علي شاه چاودنه غندلې او په دې اړه يې د پوليسو له عمومي قومندان څه د راپور غوښتنه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د