
د شیکر دهاون په نه شتون حیدر اباد لوبډلې ته راشد خان د اوپنینګ ښه جوړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د هند غوره لیګ (IPL) بولۍ څو ورځې وروسته ترسره کیږي، لوبډلې د لوبغاړو پریښودلو، له ځان سره نېولو او په بولۍ کې د اخیستلو په ترتیب بوختې دي چې په کې دوه ستر او مهم لوبغاړي (شیکر دهاون او یوراج سینګ) د خپلو لوبډلو لخوا پریښودل شوي دي.
که د پریښودونکو لوبغاړو لیست وکتل شي د شیکر دهاون نوم چې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې مهم لوبغاړی دی په سر کې راځي، چې له کبله یې دغې لوبډلې د اوپنینګ توپوهونکو مهمه جوړه له لاسه ورکړه.
اوس پوښتنه دا راولاړه شوې چې په راروان پړاو کې د اوپنینګ جوړې په نه شتون کې به د سنرایزز حیدر اباد لوبډله په کومو توپوهونکو غور کوي؟
که چیرې د سنرایزز لوبډله د کلکته نایټ رایډرز په څېر چې سنیل ناراین یې اوپنینګ لپاره غوره کړی و، له تاکتیک څخه کار واخلي، او راشد خان له ډیویډ وارنر سره توپوهنې ته ښکته کړي ددوی لپاره د څو وجوهاتو له کبله کامیاب ثابتیدلی شي.
لومړی به د ښي او چپ لاسي جوړه برابره شي، چې په عام ډول د توپ اچونکي لپاره سر درد جوړیږي، دویم راشد خان عموما په شل اوریزو سیالیو کې حمله کونکې توپوهنه کوي او کولای شي په لومړیو اورونو کې لوبډلې ته چټک پېل ورکړي چې په شل اوریزو سیالیو کې ډیر د اهمیت وړ وي.
راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې غوره ۱۲۶ او په ځانګړي دول په هند پریمیئر لیګ کې ۱۷۵ زیات سټرایک ریټ لري، په تېر پړاو کې یې وکولای شول په ښه توپ اچونکو زیاتې منډې جوړې کړي، په شل اوریزو سیالیو کې ښه سټرایک ریټ د توپوهونکي لپاره اړین وي.
نوموړي په تېر پړاو کې د کلکتې لوبډلې پر وړاندې ۳۴ مهمې منډې جوړې کړې او په عجیب انداز یې شپږیزې وهلې وې چې په ځان باور او د وړتیا نښې يې څرګندې شوې، یوازې دا نه بلکې د خپلې لوبډلې په ګټه یې څو څو واره غوره توپوهنه کړې ده.
لکه څرنګه چې راشد خان اوسمهال د نړۍ تر ټولو بوخت لوبغاړی دی، اوونۍ وړاندې په ټي ټين لیګ کې ولوبېد چې یو وار بیا یې د هیلوکاپټر شاټ وهلو سره زیاتې منډې هم جوړې کړې او د مبصرینو پام یې ځانته جلب کړ، دا یې ثابته کړه چې کولای شي د لوبډلې لپاره چټک پېل ورکړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې راشد خان په پنځوس اوریزو آلراونډرانو کې لومړی او په توپ اچونکو کې دویم مقام لري، سربېره پر دې په شل اوریزو توپ اچونکو کې هم لومړی مقام لري، دا هر څه ثابتولی شي چې هغه کولای شي د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لپاره د سنیل ناراین په څېر اوپنینګ وکړي.
د یادونې ده چې راشد خان د کرېکټ په نړۍ کې تر ټولو بوخت لوبغاړی دی او تر دې دمه یې په هر لیګ کې برخه اخیستې ده، چې اوسمهال په سویلي افریقا لیګ لومړي پړاو کې د ډربن هیټ لوبډلې سره لوبیږي، نوموړی به له دې وروسته په استرالیا لیګ (BBL)، بنګلدیش او بیا هند پریمیئر لیګ کې لوبیږي.