ټکنالوژي

دا مهال د نړۍ زیاته برخه نفوس انترنیت استعمالوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په نړۍ کې تقریبا هر بریښنایي آلات اوس د انترنیت له لارې کنترولیږي، چې په نه شتون به یې په نړۍ کې د یوې ورځې لپاره هم ژوند کول ستونزمن شي.

که عام ژوند ته نظر وکړو د مبایل استعمال د هر وګړي د لاس نښه ګرځېدلې، په ځانګړي ډول په معاصر وخت کې ځیرک مبایلونه له یوې مخې زیات تولیدیږي او له بل مخې یې استعمال په حیرانونکې ډول زیاتیږي.

دا مهال په نړۍ کې  ۷.۷ ملیارده خلک ژوند کوي چې له برخې یې ۳ ملیارده او ۹۰۰ ملیونه وګړي انترنیت سره وصل دي، معنا دا چې د نړۍ له نیمایي څخه زیات نفوس د انترنیت له لارې انلاین دي.

د ملګرو ملتونو لپاره معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي شبکه (ITU) وایي چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه به د نړۍ ۵۱.۲ سلنه خلک له انترنیت څخه کار اخلي، په دې اړه د یادې شبکې مشر هولین ژو ویلي چې د یاد کال په پای کې به مونږ د انترنیت په استعمال کې له ۵۰ سلنه څخه زیات کاروونکي وموندو.

له دې څخه څرګندیږي چې نړۍ ورځ تر بلې څومره له انترنیت سره وصل کیږي او په ورځني ژوند کې ترې ګټه پورته کیږي.

د آی ټي یو په تازه سروی کې ویل شوي چې د نړۍ پرمختللي هېوادونو کې د انترنیت سوکه او چټک استعمال کې له ۲۰۰۵م کال راهیسې د ۵۱.۳ سلنې څخه تر ۸۰.۹ سلنې ته زیاتوالی راغلی دی.

خو که د نړۍ وروسته پاتې هېوادونو سروی ته وکتل شي په دې کې حیرانونکی زیاتوالی راغلی، چې یوازې په تېرو ۱۳ کالونو کې له ۷.۷ سلنو څخه تر ۴۵.۳ سلنه د انترنیت په استعمال کې زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو لپاره معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي شبکې په راپور کې زیات شوې چې د مبایل په براډ بینډ استعمال کې په ډیره چټکۍ سره زیاتوالی راغلی، په ۲۰۰۷م کال کې له سلو څخه ۴ خو اوس له سلو څخه ۶۹.۳ سلنه خلک انترنیت استعمالوي.

په دې اړه به راتلونکې ۲۰۱۹م کال د انترنیت استعمال نور هم زیات او چټک شي، لامل یې د (5G) خدمتونو وړاندې کېدل دي، ویل کیږي چې د فایو جي خدمتونو سرعت به تر ۲۰۲۴م پورې ۴۰ خلک سلنه لاس رسی ولري، چې یو طبي ډاکټر به وکولای شي د انترنیت له لارې د یوه ناروغ تداوي په انلاین ډول په بل هېواد کې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x