پيراغا

طالبانو د خپل مهم قومندان سره مرکه خپره کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پکتیکا ولایت د نظامي مسؤول (والي) پیر اغا صاحب سره غږیږه مرکه خپره کړه او هغه ادعاوي یې رد کړې چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت کړې وې او ویلي يې وه چې نوموړی په یوه بمبار کې وژل شوی دی.

ددې تر مخه د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي وه، چې پکتيکا لپاره د طالبانو والي پير اغا له درې ساتونکو سره د ګومل ولسوالۍ په خلیفه کلي کې د ګډو عسکرو په عملياتو کې وژل شوی، خو طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړې وه او نوموړي ته یوې نیژدې سرچینې هم دغه ادعاوي رد کړي وې.

د طالبانو مخکښ قومندان پيراغا په ځانګړي ډول هغه مهال مشهور شو کله چې نوموړي په زابل ولایت کې د داعش پر خلاف پراخ عملیات وکړل او له دغه ولایت څخه یې اوزبک او داعشي وسلوال پسي واخیستل. نوموړی وروسته د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسؤول وټاکل شو.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
د چرخ آغا صاحب
میلمه
د چرخ آغا صاحب

پیر آغا را از نزدیک دیده ام و با ایشان بارها ملاقات کرده ام
یک شخصیت روحانی برجسته
متدین ، با وقار و بی حد و بی اندازه دلاور و شجاع است
از الله متعال جل جلاله برایشان عمر دراز و پر افتخار را خواهانم

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

دا ویدیو خو د اوړی ده.وطن پکی شین ښکاری.شنه واښه دی .شنی ونی دی.اوس پکتیکا کی دومره ساړه دی چه نه ونه پاڼی لری،او نه شنه واښه شته،
طالیبانو هم د دولت په شان فوتو شاټونه زده کړی،موږ عام ولس په دا تیر باسی،د پکتیکا طالیبانو ولی خو بلال د سنګیېن ورور وه

فرید ځآځی
میلمه
فرید ځآځی

د کابل غلامان او باداران چه په نظامی ډګر کی یی د طالب مجاهدینو د جهادی طوفانو مقابل کی د اخری ماتو سره مخ شوی دشیطانی میدیا او میدیا چلوونکو د دروغو په مت غواړی چه د خپلو عسکرو لویدلی مورال لږ راپورته او په دی واسطه داشغال او غلامی اداری ژوند څو ورځی اوږد کړی طالب مجاهدینو د هلمند د پاره والی په شهادت ورسید هغه یی سمدلاسه اعلان کړو د جنګ خبرونه کماحقه څه چه شوی هغه اعلانوی او که څه نه غواړی چه اعلان کړی چوپ پاتی کیږی مګر دروغ نه وایی حتی اشغلګر د رشتونو خبرونو… نور لوستل »

ګیلانی
میلمه
ګیلانی

په رښتیا ددغه کس له خبرو داسی معلومیږی چه غمی پشتین هماغه ځدران دی چه هالیند کی هستوګنه لری ، کله په یوه او کله به نوم راڅرګندیږی، که زه د پانی چلوونکی وی د دا ډول غلامانو د زهرجنو تبصره مخه می نیوله ، مګر هغوی خپله بیطرفی ساتی . په هر صورت لمړی خو دغه ورور ته توصیه لرم ، چه د هیواد اشغال کی بادی د خپلواکی غوښتونکو په اړخ کی ودریږی خیر دی که کمیشن پکی تر لاسه نه کړی دا هیواد ، دا خلک او خپلواکی په تاسی هم حق لری که یی دفاع نه… نور لوستل »