د منظور پښتین په اړه د سیند د حکومت نوې پرېکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د سیند حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور پښتین» په اړه هغه پرېکړه بیرته اخستې چې په اساس یې منظور پښتین د ۹۰ ورځو لپاره نشوای کولای ددې ایالت کوم ښار ته داخل شي.

د تېرې جمعې په ورځ ناوخته د سیند داخله محکمې د یوې پريکړې له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور پښتین» باندې د دریو میاشتو لپاره دې ایالت ته د ننوتلو بندیز ولګېد.

ددې محکمې له له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي وو چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر له څو ورځو راهیسې د سیند ایالت د کراچۍ په ښار کې غونډې جوړوي، عامه نظم خرابوي او خلګ د فوځ او حکومت په ضد راپاروي، چې له همدې امله نوموړی نشي کولای د مؤقت وخت لپاره دې ایالت ته داخل شي.

د سیند د محکمې دغې پریکړې په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول، د خواله رسنیو فعالانو په سیند کې حکومت کوونکی «پیپلز ګوند» په دوه مخې تورن کړ او ددوی دغه پریکړه یې غیر عادلانه وبلله.

خو نن د همدې محکمې له لوري په خپره شوې بله خبرپاڼه کې پخوانۍ پریکړه باطله وبلل شوه.

یاده دې وي چې په منظور پښتین دا بندیز وروسته تر هغه لګېدلی وو چې، څو ورځې وړاندې د پاکستان د عامه اړیکو ادارې مشر «جنرال اصف غفوري» یوه خبري کنفرانس ته وویل چې «موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې پوره کړې، خو که له دې سره دوی بیا هم تر سرې کرښې پښه اړوي موږ به یې په وړاندې زور وکاروو»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د