
د مور د پاره سور ګل
ژباړه : فضل رباني قاضي زی
یو سړی د ګلانو هټۍ ته ودرید ترڅو ګلان واخلي او خپلې مور ته یې ولېږي کومه چې د ده نه دوه سوه مایله لرې
اوسیده.
کله چې د موټره راکوز شو نو سترګې یې په یوه ماشومه ولګېدې چې ژړل یې. هغه ورنه وپوښتل چې ولې؟
څه خبر ده چې ژاړې؟
هغې په ځواب کې ورته وویل غواړم یو سور ګل مې مور ته واخلم. مګر زه یواځې پنځه اویه سینټه لرم، او د یو ګل بیه دوه ډالره ده.
سړی ورته په خندا شو او وویل: راشه، زه به تاته یو ګل واخلم. ماشومې ته یې ګل واخیست او د خپلې مور لپاره یې د ګل سپارښتنه ورکړه. کله چې راوتل هغې ته یې وویل چې زه به د کور ته ورسوم. هغې هم ورسره ومنله!
هغې د ادیرې لار لارښوونه ورته وکړه، چیرته چې د قبر پر سر هغې تازه ګلان ایښودل.
سړی بیرته د ګلانو هټۍ ته راستون شو، هغه د ګلانو استول یې لغوه کړل، ګلان یې له ځان سره واخیستل او دوه سوه مایله د مور په لور یې سفر وکړ.
پند: ژوند ډیر لنډ دی. ډیر وخت مو له هغو کسانو سره تیر کړئ چې مینه ورسره لرئ. د هغوی د شتون له هرې لحظې نه خوند واخلئ مخکې له دې چې ډیره ناوخته شي. د کورنۍ په پرتله هیڅ څیز دومره مهم ندي.
دا د هغو بيچاره کفارو د ميندو ژوند دی چي په کال کي يوه ورځ لري او همدا يوه ورځ يې اودلادونه يادوي او يوه دانه سورګل ورکوي او نور بشپړ کال يې همدا يوه مور پردی وي .
قربان زمونږ تر مبارک دين چي هره ورځ يې دمورده، هرمسلمان پخپله دعاکي وروسته له ځانه لمړی مور يادوي او تر هرڅه ورته تيروي اودمور ذهيرول او احترام نکول ورته لويه ګناه ښکاري .
پښتانه مسلمانه مور غږ.
مه راته سور ګل مه راته بلبل اخله………..مه را نه ځوی په چل ول اخله
مه می ځیګر مه زړه پاره پاره کوه……….مه راته سور کمیس او ګلاب ګل اخله.
مه کلاشینکوف مه واسکټ په لاس کی ورکوه…زوی ته می یوه ګیډی قلم ګل واخله…………غمی
پښتین.سټی.کنډو.ګردیز.پکتیا
ځینو وختو کی چه ځان د قیصی په ځای کی حاضر وګڼی لکه ته به وایی چه هر څه په خپلو سترګو وینی نو په ځينو لکه دغه قیصه کی چه تیر شوی واقعاتو باندی چه زړونو کی لږه نرمی هم وی ژاړی . باور وکړه مونږ یی هم وژړولو . په هر صورت، دغه ټولی د اشغال، د وحشی او غلامو ادارو لاسته راوړنی دی د همدی امله د خپلواکی د پاره دغو میندو خپلی بچی زیږولی چه د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی دفاع وکړی تر څو خپلواک او رشتونی حکومت خپلو هیوادوالو ته امنیت ، سوله… نور لوستل »
مجاهد صاحب سلامونه،
دا چه ملک اشغال ګڼی،جهاد په هر چا فرض ګڼی ،نو تا ولی ځان او بچیان د جهاد څخه په تیښته لندن ته ورسول؟
په لندن کی د ګیډی قلم او کتابونه په لاس کی ورکړل.زما زوی د پاره کلاشینکوف غواړی؟
رسول الله (ص)وییلی چه پوره مسلمان هغه څوک دی .چه ځان ته څه شی خوښوی بل ته یی هم خوښ کړی،
په کوم دین کی دی چه خپل زامن امن ځای ته وړی.او زما زامن سرو اور ته ټیله کوی.ڼن .ټکی اسیا څخه هیله کوم چه زما تبصره نشر کړی
بشر او له هغه څخه تشکیلی شوی ټولی ډول ډول کتلې د الله سبحان و تعالی مخلوق دی، هره کتله د مذهبی او فرهنګی او نورو ځانګړتیاوو درلوونکې ده، هره بشری ټولنه ( د دینی جغرافیا یا فرهنګی او کلتوری جغرافیا) له مخی د ډول ډول رواجونو او رسوماتو درلوونکې ده. اصلاً، دا چه د تسمئې شریفی یو مهم صفت ( رحمانیت) دی معنی ئې داده چه خدای پاک پر ټولو عالمیانو مهربان دی او هر یوه ته ئې د هغه د سلیقې او عقیدې په اساس ډول ډول امکانات برابر کړیدی او خوښ او راضی ئې ساتلی دی. پدې… نور لوستل »
غمی صاحب او مسلمانو ورونو السلام علیکم ! که څه هم زه نه غواړم عمومیات د حصوصیاتو سره ګډ او څوک محاوره کی مخاطب او ځانګړی کړو . مګر دا چه غمی صاحب زه مخاطب کړی یم دا ځل به یی د خبرو په اړه غبرګون وښیم . اول ستاسی دا خبره چه هیواد کی دننه یا بهر چیری یم ناسمه ده، تاسی ته د یو مخالف نظر په حیثیت نه بلکه د یوافغان مسلمان ورور په حیثیت وړاندیز لرم ، هیواد کی بار دننه ښه او بد خلک شته ډیر یی دننه او لږ یی بهر دی، فرض کړه… نور لوستل »