
فراه: طالبانو د امنيتي ځواکونو پوسته نیولې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په فراه ولایت کې طالبانو د امنيتي عسکرو په يوه پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې پوسته سقوط کړې او ۹ تنه عسکر يې وژلي دی.
د فراه ولایت سيمه ييز چارواکي وايي چې ددې ولايت په اب خرما ولسوالۍ کې طالبانو تيره شپه د امنيتي عسکرو په يوه پوسته برید وکړ او په پوسته کې ميشت عسکر يې ووژل او پوسته يې په خپله ولکه کې واخيسته.
د فراه د ولايتي شورا غړی خير محمد نورزی وايي چې په دې جګړه کې ۹ تنه عسکر وژل شوي دی او طالبانو پوسته په خپل کنټرول کې اخيستې ده؛ خو د فراه امنيه قومندانۍ په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.
د يادونې وړ چې څو ورځې وړاندې هم په فراه ولايت کې طالبانو څو تنه امنيتي سرتيري نيولي وو او د هغوی انځورونه يې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي وو.
په دې وروستيو کې د نورو سيمو په څېر په فراه ولايت کې هم د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې وخت په وخت له دې ولايت څخه د جنګ جګړو راپورونه ورکول کيږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.