یوه هندۍ میرمن چې هره ورځ ۱۲ ساعته د اوبو ډب کې تیروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): یوه هندۍ پنځه شپیته کلنه میرمن سهار د لمر خاته څخه تر ماښام ناوخته ټوله ورځ د خپل کور ترڅنګ په نږدې د اوبو ډب کې تیروي.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې د هند په بنګال ایالت په لویدیځ کې یوه سیمیېزې اوسیدونکې کمزورې میرمن په یوه داسې نادره او ناولده ناروغۍ اخته ده چې د درملنې لپاره هره ورځ له ۱۲ تر ۱۴ ساعتونو د اوبو ډب کې تیروي.

د تیرو شلو کالونو راهیسې دغه میرمن د سهار لمر ختو په وخت په اوبو کې په داسې حال کې کښیني چې یوازې سر یې بهر او نوره په اوبو کې پټه وي، په همدغې حالت کې تر شپې ناوخته ناسته وي.

دغې میرمنې ته یوه پیچلې ناروغي ورپېښه ده چې بدن یې سوز کوي او په هر ځای یې ټپونه دي چې د سخت درد له کبله ځوریږي او د درملنې لپاره د اوبو په ډب کې ټوله ورځ تیروي.

د اسانتیاو نه موندلو له کبله دغه میرمن نشي کولای د تداوۍ لپاره د ښار یوه غوره روغتون ته ولاړه شي، د سیمې یوه حکیم دغې میرمنې ته هره ورځ ۱۲ ساعته په اوبو کې د تیرولو مشوره ورکړې چې په دې سره یې ناروغي یو څه کمیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د