پر ښځینه لوبغاړو جنسي تیری؛ لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون ځینې غړو دندې ځنډولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان فوټبال فدراسیون پر ځینو چارواکو د سفر پر مهال پر ښځینه لوبغاړو جنسي تیری کړی و، دغه پېښه په نړیواله کچه وننګول شوه او یو شمېر غبرګونونه یې راوپارول، چې فوټبال فدراسیون له سخت شرم سره مخ شو.

تېره اوونۍ د افغانستان ښځينه فوټبال پخوانیو او نویو ځورول شویو لوبغاړو رسنیو ته د فوټبال فدراسیون نارینه چارواکو لخوا د جنسي ځورونې په اړه سپینې خبرې کړې وې، چې وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» ددغې پېښې پلټنې پېل کړې او ولسمشر غني هم د یادې پېښې د څیړلو امر کړی و.

د ولسمشر سلاکار فاضل فضلي پر خپله ټویټر پاڼه کاږلي چې د لویې څارنوالۍ د ښځینه فوټبال لوبډلې د لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونو په غبرګون ددغه فدراسیون د مشر کرام الدین کریم په ګډون د پنځو نورو تنو دندې ځنډولې دي.

دغه پېښه د افغانستان فوټبال فدراسیون (AFF) بې بنسټه بللې وه، خو پر دوی لګیدلي تورونه ثابتوي چې چارواکي په دغه پېښه کې ښکیل دي.

یاده دې وي چې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین تېره اوونۍ د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې په اردن کې د زده کړو پرمهال د افغان ښځینه لوبغاړو سره د افغانستان فوټبال فدراسیون نارینه چارواکو لخوا ددوی خونو ته ورتلل او لوبغاړو سره به یې ټوله شپه تېروله.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل د غلامانو او بادارانو لویه لاسته راوړنه همدغه په سپورټی نجونو جنسی تیری خبر می ډیر خوښ په دی شو چه دغه نجونو ، د هغو کورنیو ،تول هیواد او نړیوالو ته په ګوته شی چه اسلام کوم درنښت او درانه حقوق د ښځو د پاره لری د دموکراسی شیطانی نظام یی نه لری نه یواځی نه یی لری بلکه له انسانی ټولنی حیوانی ټولنه جوړول غواړی . ټولو حیواناتو کی د جنسی اړیکو د پاره یوه فطری قوه په ښخینه اړخ کی لکه ځانګړی بوی ، رنګ ، ناز ، ښکلا او داسی نور شتون لری چه… نور لوستل »