پر ښځینه لوبغاړو جنسي تیری؛ لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون ځینې غړو دندې ځنډولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان فوټبال فدراسیون پر ځینو چارواکو د سفر پر مهال پر ښځینه لوبغاړو جنسي تیری کړی و، دغه پېښه په نړیواله کچه وننګول شوه او یو شمېر غبرګونونه یې راوپارول، چې فوټبال فدراسیون له سخت شرم سره مخ شو.

تېره اوونۍ د افغانستان ښځينه فوټبال پخوانیو او نویو ځورول شویو لوبغاړو رسنیو ته د فوټبال فدراسیون نارینه چارواکو لخوا د جنسي ځورونې په اړه سپینې خبرې کړې وې، چې وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» ددغې پېښې پلټنې پېل کړې او ولسمشر غني هم د یادې پېښې د څیړلو امر کړی و.

د ولسمشر سلاکار فاضل فضلي پر خپله ټویټر پاڼه کاږلي چې د لویې څارنوالۍ د ښځینه فوټبال لوبډلې د لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونو په غبرګون ددغه فدراسیون د مشر کرام الدین کریم په ګډون د پنځو نورو تنو دندې ځنډولې دي.

دغه پېښه د افغانستان فوټبال فدراسیون (AFF) بې بنسټه بللې وه، خو پر دوی لګیدلي تورونه ثابتوي چې چارواکي په دغه پېښه کې ښکیل دي.

یاده دې وي چې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین تېره اوونۍ د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې په اردن کې د زده کړو پرمهال د افغان ښځینه لوبغاړو سره د افغانستان فوټبال فدراسیون نارینه چارواکو لخوا ددوی خونو ته ورتلل او لوبغاړو سره به یې ټوله شپه تېروله.

تبصرې (1)

  • د کابل د غلامانو او بادارانو لویه لاسته راوړنه همدغه په سپورټی نجونو جنسی تیری خبر می ډیر خوښ په دی شو چه دغه نجونو ، د هغو کورنیو ،تول هیواد او نړیوالو ته په ګوته شی چه اسلام کوم درنښت او درانه حقوق د ښځو د پاره لری د دموکراسی شیطانی نظام یی نه لری نه یواځی نه یی لری بلکه له انسانی ټولنی حیوانی ټولنه جوړول غواړی .
    ټولو حیواناتو کی د جنسی اړیکو د پاره یوه فطری قوه په ښخینه اړخ کی لکه ځانګړی بوی ، رنګ ، ناز ، ښکلا او داسی نور شتون لری چه له امله یی نارینه ورته جذبیږی او په نارینه وو کی یی نه یواځی د ښځو د حمل د پاره بلکه د نورو شاقه چارو د ترسره کولو د پاره ځانګړی مسل او پیاوړی غړی ورکړی چه تر ښځو ډیره پیاوړتیا لری او په کار کولو یی دغه پیاوړتیا لا زیاتیږی. دا پیاوړتیا د ښځو د حیثیت کموالی نه دی ښځو ته یی بیا د هغوی د فطری جوړښت له مخی د کور دننه د بچو زیږولو ، روزلو او لویولو په څنګ کی د کورنی چارو د برمخ بیولو د پاره تر نارینه وو زیات مهارت او پیاوړتیا لری
    که دغه دواړه نارینه او ښځینه پیوازتیال په خپل ځای وکارول شی ارزشت او بیاوړتیا لا لوړیږی ، خوندی ټولنه ، سوله او هوساینه رامنځته کیږی که له دی سرچپه ګټه واخستل شی په اوږد مهاله وخت کی هر څه ګډوډیږی او انسانی ټولنی په حیوانی ټولنو بدلیږی او له دی کړنو د ګوتو به شمار حریص او وحشی انسان ګته پورته کوی او بس
    ښه مثال یی همدغه د سپورتی نجونو باندی چه لمړی سپورت ته وګمارل شوی او بیا ورباندی قصدا د جنسی تیاریو تیاری وینول شو