نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي کابل ته راشي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې شاه محمود قريشي به کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او له طالبانو سره د مذاکراتو او د سيمې د وضعيت په اړه به ورسره خبرې وکړي.
شاه محمود قريشي په داسې حال کې افغانستان ته د سفر کولو اراده کړې ده چې تيره اوونۍ زلمي خليلزاد پاکستان ته د خپل
سفر په ترڅ کې ددې هيواد له چارواکو وغوښتل چې د افغانستان د قضيې په حل کې مرسته وکړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يو ليک ليږلی و او ورڅخه غوښتل شوي وو چې د افغانستان په قضيه کې ورسره همکاري وکړي.
تر اوسه د شاه محمود قريشي د دې سفر ټاکل شوې نيټه نه ده څرګنده شوې.