د ګډ حکومت لویه لاسته راوړنه

احمد مختار

په یوه تازه انکشاف کې دولتي چارواکي توانیدلې چې د فراه په ولایت کې د نسکوري شوې الوتکې د قربانیانو جسدونه پر هغوي باندې د ۳۸ ورځو تر تیریدو وروسته د هغوي کورنیو ته وسپاري.

یاد خبر په جنوب لویدیځه حوزه کې د ظفر۲۰۷ قول اردو چارواکو د یوې رسمي خبر پاڼې په صادرولو سره رسنیو ته اعلان کړی دی.

دا کسان د روان کال د عقرب د میاشتې په نهمه نیټه هغه وخت ووژل شول چې د دوي وړونکې پوځي څرخکه د انار درې او شینډنډ ولسوالیو ترمنځ د طالبانو په ډزو را نسکوره کړای شوه .

په یاده څرخکه کې ټول ټال ۳۱ تنه سپرلۍ موجوده وه چې له فراه ولایت څخه هرات ته په لارې وه.

د وژل شویو په منځ کې فرید بختور د فراه د ولایتي شوری مشر، جمیله امیني د فراه د ولایتي شوری غړې او نعمت الله خلیل د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال هم شامل وو.

د داسې یوه دولت لپاره چې هغه مستقیما د امریکا د متحده ایالاتو تر وصایت لاندې جوړ شوی او د ملاتړ لپاره یې امریکایان په لسو میاشتو کې تر ۶۰۰۰ زیات بمونه پر افغان ولس غورځول کیږي دا ډول خبر لوی شرم ګڼل کیږي.

خو د دې برعکس یاد دولت همدا خبر د یوې لويي پوځې لاسته راوړنې په توګه نشروي او دا د ځان بریا ګڼي چې دوی وتوانیدل د یولړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې له طالبانوڅخه د خپلو وژل شویو جسدونه یوه اونۍ بالا یوه میاشت وروسته ترلاسه او د هغوی کورنیو ته وسپارل.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د