افغانستان

سروې: د حکومت درې مهمې ادارې تر ټولو زياتې په فساد کې ښکيل دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د شفافيت څار بنسټ په يوې نوې سروې کې د افغانستان په حکومت کې د فساد کچه ارزولې ده چې په کې د حکومت درې مهمې ادارې په فساد کې تر نورو ډېرې ښکيل بلل شوي دي.

د شفافيت د څار بنسټ د يوې نوې سروې په رپوټ کې ويل شوي دي چې که څه هم په افغانستان کې د تير کال په نسبت حکومتي ادارو کې د فساد کچه کمه شوې ده؛ خو بيا هم د محکمې، لويې څارنوالۍ او د پوهنې وزارت تر نورو ادارو زياتې په فساد کې ښکيل بلل شوي دي خو محکمې بيا ددې دريواړو په سر کې دي.

د بنسټ په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان کې د اداري فساد کچه ۱،۷ ميليارده ډالر ښودل شوې ده، چې دا اندازه په ۲۰۱۶ کال کې ۲،۹ ميليارده ډالرو ته رسېدلې وه.

د سروې په دې راپور کې چې په ټول افغانستان کې له اته زره کسانو څخه په کې پوښتنې شوي دي راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې ۴،۶ ميليونه خلک د افغانستان په بيلابيلو ادارو کې په رشوت ورکولو مجبور شوي دي.

راپور زياتوي چې په ۲۰۱۸ کال کې ۴ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان رشوت ورکولو ته مجبور شوي، خو په ۲۰۱۶ کال کې دغه اندازه ۳میلیونه او ۴۰۰زره تنه ښودل شوې وه.

د سروې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د فساد کچه يو ميليارد او ۷۹ ميلیونه ډالر، په ۲۰۱۲کال کې ۱،۲ ميليارده ډالر، په ۲۰۱۴ کې ۱،۹ ميليارده ډالر، ۲۰۱۶ کې ۲،۹ ميليارده ډالر ته لوړ شوې وه چې دا اندازه اوس په ۲۰۱۸ کال کې ۱،۷ ميليارد ډالرو ته رسېدلې ده، خو د اندازې د کموالي لامل د خلکو فقر او بې وسي ښودل شوې ده.

د دسمبر نهمه له فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ ده چې هر کال په دې اړه د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو د فساد د کچې د کموالي او زياتوالي په اړه راپورونه خپريږي.

تر دې وړاندې هم ډير وخت افغانستان د فاسدو نظامونو د ليست په سر کې راغلی دی.

په افغانستان کې د نا امنۍ او جګړو ترڅنګ فساد هم يوه مهمه ستونزه ده چې له امله يې ګڼ ولسي وګړي په دولتي ادراو کې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

اصلاً فساد پدې نوټ او د نوټ په عکس کی دی، دا که تر مېز لاندی وی او یا سربېره، فساد زېږوونکی دی.
اصلاً د نن ورځی ډالر یعنی د حِرص او طمع او حق پلورنی او حق وژنی نیلی آس.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x