دي هيل: د امریکا او سعودي اړيکې پر نامعلوم لوري روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا «دي هيل» ورځپاڼې ليکلي، چې له سعودي سره د اړيکو په تړاو د سپينې ماڼۍ او کانګريس نظرونه يو له بله جلا دي، دغه اختلاف ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی، چې له امله يې د واشنګټن او رياض راتلونکې اړيکې پر نامعلوم لوري روانې ښکاري.

ورځپاڼه زياتوي، چې کانګريس کې د سعودي عربستان په اړه نظرونه په ډېره چټکتيا مخ پر بدلېدو روان دي، د سعودي حيثيت په کې مخ پر ځوړ دی او د مشرانو جرګه خو داسې حد ته رسېدلې، چې د ولسمشر ټرمپ او سعودي شاهي نظام په اړه په تونده ژبه ګواښونه وکړي.

ورځپاڼې دا راپور په داسې حال کې ورکړی، چې  د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم له سعودي سره خپلې اړيکې «غښتلې» بولي او په منځني ختيځ کې د ایران پر وړاندې سعودي د امریکا سټراټيژيک ملګری ګڼي.

د کانګريس ډېری غړي ولسمشر ټرمپ د امريکايي او بشري ارزښتونو سپکاوی کوونکي بولي، خو په مشرانو جرګه کې د ټرمپ يو شمېر نږدې پلويان سره له دې، چې د جمال خاشقجي په قضيه کې د سعودي پر حکومت نيوکې کوي، خو په عين حال کې دا هم وايي، چې سعودي د ايران پر وړاندې د امریکا دوست دی.

ورځپاڼې دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې  وړمه ورځ د مشرانو جرګې يو شمېر غړو ويلي و، چې په واشنګټن کې دې د سعودي سفير خالد بن سلمان بېرته خپل هېواد ته وشړل شي او پر سعودي يې د بنديزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر د سعودي په اړه له داسې ننګونو سره مخ دی، چې نه له سعودي سره اړيکې پرې کولی شي او نه هم د پخوا په څېر خوږې اړيکې  ورسره ساتلی شي، ځکه چې د اسرائيلو او د ټرمپ زوم جاريډ کوشنیر په ګډون د سپينې  ماڼۍ يو شمېر غړي د سعودي ولي عهد محمد سلمان ملاتړي دي، خو د مشرانو جرګې مهم او لوړپوړي غړي بن سلمان د خاشقجي  وژونکی بولي او پر سعودي د بنديزونو لګولو غوښتنه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د