
کونړ: پر پولیسو وچه ډوډۍ بنده شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د کونړ ولایت څخه یو شمېر پولیسو رسنیو ته ویلي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسي د قراردادي له خوا وچه ډوډۍ باندي بنده شوې.
د کونړ ولایت څخه د زرغون په نامه یوه پولیس رسنیو ته ویلي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسي وچه ډوډۍ په شخصي پیسو اخلي، ځکه چې د امنیه قومندانۍ له لورۍ ورته ټاکل شوی قراردادي «نانوای» تښتېدلی او له تیرو څلورو ورځو راهیسي یې نانوايي تړلې.
د کونړ ولایتي شورا رئیس حاجي ولایت خان هم ورته معلومات ورکړي او ویلي يې دي چې د حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو د پولیسو اعاشه پر وخت ورکړي او ستونزې يې ور حل کړي.
نوموړي ویلي چې د اعاشې قراردادونه ددې پر ځای چې په ولایتونو کې وشي، په کابل کې کیږي، چې له امله یې دغسي ستونزې ایجادیږي.
هغه وايي چې اوس پولیس هم نه پوهیږي چې د خپلې وچې ډوډۍ او قراردادي نانوايي پوښتنه چیرته وکړي.
د کونړ امنیه قومندان حقنواز حقیار هم ورته موضوع ته اشاره کړې، او ویلي يې دي چې د اعاشي قراردادونه په مرکز کې کیږي، ځکه نو دوی هم ځان مسؤول نه بولي خو خبره یې د لوړو مقاماتو سره شریکه کړې ده.
باید وویل شي چې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې پراته پولیس او پوځ وخت نا وخته د اعاشې د کمبود او یا هم د اعاشې په برخه کې د جګپوړو چارواکو د فساد سره مخ کیږي چې له امله یې کله په وچه ډوډۍ او کله هم د کلیوالو څخه په ډوډۍ را ټولولو مجبوریږي.