عمر داودزی د اشرف غني ځانګړی استازی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په پاکستان او ايران کې د افغانستان پخوانی سفير او د کورنيو چارو پخوانی وزير محمد عمر داودزی د سولې په برخه کې د محمد اشرف غني د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د محمد اشرف غني په حکم نوموړی د سولې د سيمه ييزې اجماع له پاره د ځانګړی استازي په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی د اشرف غني د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو تر څنګ د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه هم ټاکل شوی دی.

د سولې د عالي شورا د دارلانشاء پخواني رئيس ډاکټر محمد اکرم خپلواک نژدې دوه مياشتې وړاندې له دې منصب څخه استعفی ورکړې وه.

محمد عمر داودزي تر دې وړاندې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم د دولت په بيلا بيلو پوستونو کار کړی دی او همدا راز د اشرف غني د حکومت په لومړيو کې هم د کورنيو چارو د وزير په چوکې پاتې شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې امريکا هڅه کوي چې د افغانستان قضيه د خبرو اترو له لارې حل کړي چې په همدې موخه يې زلمی خليلزاد د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړې استازي په توګه ګمارل شوی دی چې اوس هم ددې موضوع په اړه سيمه کې په دريم سفر بوخت دی.

د مذاکراتو له پاره د امريکا له هلو ځلو وروسته ګډ حکومت هم د سولې د مشورتي بورډ په نامه يوه دولس کسيزه ډلګۍ جوړه کړه.

بل لور ته ځينې ناتائيد شوي راپورونه وايي چې د عمر داودزي له ټاکل کېدو وروسته محمد اشرف غني د استخباراتو پخواني وزير رحمت الله نبيل ته د دفاع وزارت وړانديز کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

فکر کوم د هیواد په ډیرو سیمو کی خو په ځآنګړی ډول زمونږ ولایت کی هر چا یوه یا دوه خره د پیټو وړلو او یا غوبل کولو د پاره ساتل . د غوبل په اړه به چه د هر چا غوبل وی د خپل کلی خره به یی هم راټولول. داودزی ، نبیل، ګوی درګو ( اسپانتا رنګین دادفر ؟ ) امرالله صالح، دوستم ، ګلبدین ، سیاف ، ربانی ، کساف، وقار او داسی نور هماغه د کلی خره چه هم یی خاوندان د پیټو دپاره کاروی او هم یی د اشر په ډول د ټولو کلی د… نور لوستل »

ولسي
میلمه
ولسي

دې ته وايي سياسي رشوت ورکول. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي» (د الله لعنت دې وې پر رشوت ورکوونکې او رشوت اخيستونکې). د يوه ولس چې مشران راشي او مرتشي لعنتيان او په عين حال کي د کافرو استعمارچيانو ګوډاګيان وي، او د ولس يوه لویه ډله خلک له خپلواکي غوښتونکو نه بد وړي او د ناکامۍ کوښښونه يې کوي، د هغه ولس دي نو خدای جل جلاله وزله وکړي. اشرف غني په دې ډول داود زی د ملي شيطان (کرزي) د شيطانانو له ډلې نه رابېل کړ او د خپلو شیطانانو په… نور لوستل »