نظــر

که د طالبانو غوښتنې ونه منل شي جګړه نه ختمیږي!

حیات الله پکتیاوال

د مازدیګر د لمانځه وخت و، یو ملګری له خپلې کورنۍ سره تر لیدنې وروسته پنجرې ته را ننوت، ملګري ټول ورنه شاوخوا را ټول شول، مال څه کیسې او خبرونه ول؟ وایي طالبان د سولې خبرو ته ناست دي، سل فیصده سوله کیږي او بندیان ټول خوشي کیږي.

جګ شوم او څادرمې را واخیست، د لمانځه لپاره صف کې ودریدم، اقامت وویل شو، د ژړا لپاره ځای نه و، په لمانځه کې مې ښه ډیر وژړل، او له ځان سره مې وویل:

-ایا دا به د شهیدانو په ارامانونو ملنډې وهل، او د هغوئ له وینو سره لوی خیانت نه وي؟

– موږ هغو یاغیانو ته چې د امارت له سپیڅلې لیکې څخه یې بغاوت کړی، په کومه څېره مخامخ او ځواب ووایو؟

– که زموږ( بندیانو) د خلاصون په هیله سوله کوي، نو موږ خو مرګ غواړو، نه د غرب او ښکیلاک تر لاندې د ازادۍ ژوند.

بس لمونځ خلاص شو، ملګري راغلل، وايي هیڅ خبره نه ده، هسې تشویش کوې.

یو بل مولوی صیب محمد چې (۱۸ ) کاله یې قید و هغه وویل:

داسې نه وي چې د حزب په څیر زموږ د خلاصون لپاره رښتیا سوله وکړي، مال زه څه نشم ویلای.

یو بل د تخار ولایت قاری صیب خلیل( ازبک) راغی او وې ویل:

زما دوه ورڼه د امارت صف کې شهیدان شول، درې وروڼه بندیان یو، زما او د یو بل ورور قید مو شپاړس کاله ده، او د بل مشر ورور قید مې شل کاله دی، په کور کې اتیا کلن سپین ږیری پلار لرم، خو که امارت سوله وکړه، نو موږ په کومو سترګو خلکو ته د جهاد او د شهیدانو یادونه وکړو.

دا ورځ په غمونو او اندیښنو تېره شوه، سبا یو ملګري مې چې د خلافت(داعش) سره یې بیعت کړی، لیک راولیږه، لیک کې ډیر څه ول، یو له خبرو یې دا لیکلي و چې: تبریک مو شه؛ تاسو والو خو سوله سل فیصده تکمیل کړې،.

د لیک په لوستو مې ډیر د ناهیلۍ احساس وکړ، قلم ته مې لاس کړ او یو اوږد لیک مې ورته د ځواب په ډول ولیک، او په یوه برخه کې مې ورته وکښل:

زه په دې اړه کره خبر او مالومات نه لرم، خو که بالفرض خبرې او د سولې په تړاو څه روان وي، او د جګړي اصلي لوری( امریکا) د امارت هغه غوښتنې چې د هغو لپاره مسلح جهاد له تیرو دو لسیزو څخه را روان دی، د سولې او خبرو له لارې ومني، نو دا خو د خپګان نه، بلکې د خوښۍ ځای او یو ښه زیری دی( او په دې اړه مې د حدیبې او د خیبر غزا کې د نبوي دورې د تړونونو او حکمتونویادونه و وکړه ) او که خدای مه کړه، په داسې څه سوله،خبرې او توافق وشي چې هغه تیر جهاد تر پوښتنې لاندې راولي، نو بیا داسې کسان هم شته چې خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړي، کنه نو د القاعدې نړیوال جهادي غورځنګ خو هسې نغد چغد دی.

خو مال ګوره؛ زه د امارت په مشرانو هیڅکله داسې ګومان نه کوم چې د شهیدانو ارمانونه او د یتیمانو آهونه، د یو څو بندیانو په خلاصون، او د څو چوکیو په بدل کې وپلوري.

اوازې ګنګوسې روانې وې چې خبره د اختره تر اوربنده راورسېده، اوربند نه و، سم اور بل و، زړونه مو نور هـــم ودردیدل، تر دې چې د جمعې په ورځ به مو ترانې وېلې، ملګروته مې وویل:

تر څومو چې کره مالومات نه وي کړي، تر هغه باید د ستاینې او حماسي ترانو څخه صرف نظر شو، ټولو وویل:

ښه خبره ده، موږ د امارت سره تر هغه ولاړ او اطاعت کوو تر کومه چې امارت اسلامي اصولو ته ژمن وي.

له بهر سره د اړیکو نیولو هیڅ امکانات نه و، یو ملګری چې له مشرانو څخه و، او له بهر سره یې د اړیکو امکانات لرل،
لیک مې ور ولیږه، مال مالومات راکړه، دسولې او نورو موضوعاتو په اړه کره مالومات راکړه، هغه لیک راولیږه، خو تر ما راونه رسېد.

بس دردیدلو، تر دې چې له یوې کره مرجع څخه مې خبر تر لاسه کړ، چې د امارت هماغه پخوانی دریځ او غوښتنې دي چې مخکې د سولې په تړاو په رسمي توګه په ډاګه کړی و .

زړونه مو خوښ، او په هماغه ورځ مو د عالیقدر امیرالمومنین په ویاړ ترانه ترتیب او زمزمه کړه.

دا پورته څو کرښې مې د یوې نمونې په توګه یاد او ولیکلې.

که غرب او ناټو په رښتیا هــــم غواړي چې زموږ په ګران هیواد کې دا جګړه یو مخیزه ختمه او ودریږي، باید امریکا او د جګړې ټول ذی دخل جهتونه د طالبانو هغه څه ومني چې، د اسلامي قاموس او مسلمانانو غوښتنه، هیله، او د هغې لپاره په زرګونو کسانو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود، او له څو لسیزو را په دیخوا د همدې غوښتنې او موخې لپاره لاس په وسله شوي؛ که امریکا او نور ذی دخل جهتونه د طالبانو مشروع غوښتنې ونه مني؛ که څه هـم طالبان به په هغه څه جوړجاړی اوسوله ونه کړي، د کومو موخو لپاره یې چې زرګونو افرادو د وژلو تر څنګ خورا لوی ګړاونه او ستونزې وګاللې، که بیا هم خدای مه کړه طالبانو د یو څو بندیانو په خوشی کېدو، او د یو څو چوکیو په تر لاسه کولو جوړجاړي ته تیار او ورسېدل، جګړه به هیڅکله هــــم ختمه نه شي، بلکې جګړه به په نورو نومونو او نوي ډول خپل شکل بدل، او دوام به ومومي، نو ځکه دې نړیوال طالبانو غوښتنو ته د یو ګوند د طرحې په توګه نه، بلکې د ملت او د راتلونکی جګړې د پای ته رسیدو لپاره یوه ښه طرحه او غوښتنه وګڼي، تر څو مو ملت نور د جګړې پر ځای د یوې تل پاتې سولې په غیږ کې د ارام ساه واخلي.

د اسلامي نړی او د ګران هیواد د سوکالۍ په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پکتیاوال صاحب! ستاسی انګیرنه په ځای مګر هر کار یا هر څیز چه د افراط یا تفریط تر کچی ورسیږی ښه والی یی په بدوالی هم اوښتی شی . د همدی د پاره زمونږ ګډ مخرج قران اواحادیث دی الله ج فرمایی چه د هری ستونیز د هوارولو د باره قران او احادیثو ته مراجعه کوی. سوله دایمی او جنګ موقتی څیز دی هغه وخت پیل کیږی چه منطق ختم شی مونږ او تاسی ته الله ج په متفکره مغزو او مهربانو زړو الهی لارښودنی هم رالیږلی هغه زمونږ د پاره محک (( هغه څه چه زر پری معلومیږی ))… نور لوستل »

جميل

پاک الله سبحن تعلی دی وتاسو ټولو د دين او هيواد بنديانوته په هره سا کي چي هغه په خوب کې هم وي اجر عظيم درکړي او د هغه ذات نه هيله لرم چي ټوله کړاوونه درته آسانه او صبر جميل درکړي او په خيروعافيت او لوړسرد خپل اهل سره يوځای شې انشا الله.
هغه مبارک تحريک چي په هغه کي مشران يې خپل نفسونه ،خپل مال اوخپل د زړه ټوټې(اولادونه) د الله(ج) په لاره کې قربانوي هغوی به هيڅکله هم داسي ونکړي چي د خپلو شهيدانو وينه دی وپلوري .
انشا الله

غمی،پښتین

پکتیاوال صاحب ،سلامونه..دج
داجګړه یوه استخبارتی جګړه ده.هر څوک خپلی ګټی ته ګوری،دا جګړه بهرڅخه په افغانانو تپل شوی ده.په دا جګړه کی چه څوک خپل ځانونه وساتی.هغه به انشا الله جنت ته ځی،دا جګړه د امریکا او پاکستان ده،ج
جګړه به امریکا او پاکستان ختموی،دا جګړی ختم کیدل د بل چا په لاس کی نشته.هر چیرته چه وی ځان وباسه،ځان خلاصوه،د مور پلار خدمت وکړه،خپلو ماشومانو ته یو غواړه ګولی ډوډی یوسه،

احمدشاه

غمی صاحب ! زه یوه نیمه تبصره جه ډیر مجبوره شم لیکم، زیاته هڅه می دا وی چه له نورو څه زده او یا معلومات ترلاسه کړم . ستا او ډ یو کس دوه نورو تبصری چو ګورم مجبور شوم چه د یو ورور په حیثیت در سره څه شریک کړم: لمړی وړاندیز خو می دا دی چه که دا کار د سپارل شوی دندی له مخی هم وی تبصره په یو بل کاغذ ولیکه ښه غور پری وکړه بیا یی ولیکه او لا د نشرولو د مخه یی خپله تبصره حتی دوه ځلی مطالعه کړه . که بادارانو په… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x