جمعيت اسلامي ګوند له طالبانو سره د سولې خبرو ته تياری نيسي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د جمعيت اسلامي ګوند مشرتابه ويلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره يې پر يوه پلان کار پيل کړی دی.

د جمعيت اسلامي د سياسي کميسيون مشر حفیظ منصور نن په کابل کې رسنيو ته وويل، چې دغه پلان پنځه برخې لري: مقاومت جبهه «شمال ټلواله»، سياسي ګوندونه، حکومت، طالبان او مدني ټولنې.

د منصور په وينا هر کله، چې دغه پنځه څانګې د سولې په اړه يوې هوکړې ته ورسيږي، په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره زمينه برابريږي.

جمعيت ګوند دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم څو ورځې وړاندې د سولې لپاره يو پلاوی ټاکلی او له طالبانو يې غوښتي و، د افغان حکومت له دغه پلاوي سره د سولې په تړاو خبرې وکړي، خو طالبانو د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ويلي و، چې د سولې خبرې د هغه له سويې لوړې دي او لومړی بايد د روانې جګړې له اصلي او بهرني اړخ سره خبرې وکړي.

تېره مياشت د افغانستان سولې په اړه د مسکو غونډې په څنډه کې د طالبانو د سياسي کميسيون مشر شېر عباس ستانکزي رسنيو ته ويلي و، چې دوی د افغانستان حکومت د امریکا ګوډاګی بولي، د سولې خبرې ورسره نه کوي او د سولې په تړاو د افغانستان د سياسي ګوندونو له مشرانو او استازو سره خبرو ته تيار دي.

د جمعيت اسلامي د سياسي کميټې مشر له طالبانو سره د سولې خبرو پلان په داسې حال کې اعلان کړی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او سيمې درېيم سفر پيل کړی او هيله يې ښکاره کړې، چې تر راتلونکو شپږ مياشتو به له طالبانو سره د سولې په تړاو يوې ښې پايلې ته ورسيږي.

avatar
7 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا لمړی کتار ناست خو ټوله د غاصب کفارو مزدوران او د دين او هيواد دښمنان دی.
زما په اند ترڅوچي دغاصب کفارو سره مزاکرات نوي شوي د دې بګيلو سره خبري ګټه نلري ، کوم وخت چي د غاصبينو شکست او وتل يقيني شول بيا دې لدوی سره خبري وشي هغه وخت به دوی نور هم بګيله وي او دطالبانو رحم او کرم به غواړي ، خو اوس به هريوه ته امريکا،ايران،هند،روس او پاکستان څه په غوږوکي ورکړي وي.

لونګ
میلمه
لونګ

یار جمیله دا طالبان تاته څه فرشتی ښکاری؟ هغوی هم له دوی نه کم ندی. روسانو ته خو اوسی دوی منډه کړه بیا د انتحاری رسم او دود خو د اسلام په تاریخ دوی راوړ. باید له ټولو سره خبری وشی که یوه وړه ډله هم پاتی شی دلته به جنګ روان وي. ستا په نظر دا طالبانو لکه چی وسلی له آسمانه راځی لږ دی فکر پر ځای کړه. په والله که سوله یا د طالب په لاس کی وی او یا هم د حکومت او د تنظیمونو په لاس کی. دا ټولو خپلو بادارانو ته غوږونه نیولی چی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ترټولو د مخه باید د جمعیت اسلامی ، حزب اسلامی او داسی نورو اسلامی اسلامی په ځای ورسره جمعیت وحشی ها حزب وحشی ها … وغیره ولیکل شوی اصل موضع : جمعيت اسلامي ګوند له طالبانو سره د سولې خبرو ته تياری نيسي په اړه یی ارزونه : لمړی : شمالی جمعیت ( ستمیان ) د شمالی ستمی پرچمی کمونستانو اتحادیه یا شمال ټلواله چه مشری یی ربانی او مسعود کوله . دوهم : د روسانو سره یی د جنګ په ځای تړون کړی وو چه هم روسان د پشتنو جنوبی سیمو ته د پشتنو د ځپلو د پاره پریږدی… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

حزب جنبش د دوستم او همداسی حزب اسلامی حکمتیار هم تصمیم نیولی چه یو یو هییت جوړ کړی د سولی د خبرو لپاره چی طالبانو سره خبری وکړی. که چیری طالبان د پخوانیو جنګ سالارانو سره خبری وکړی دی سره به حکومت په انزوا کی پاتی شی. طالبان دی د اسلامی حزب سره خبری پیل کړی دا به ښه وی خو د شمالی ټلوالی سر او د دوستم له ډلی سره چی په زرګونو طالبان یی وژلی نباید خبری وشی. بهتره ده چی حکومت او حزب اسلامی سره دی خبری زر تر زره پیل شی.

pattang
میلمه
pattang

حافظ منسور خو ځان افغان هم نه بولي نو ددې لانتي یې له سولې سره څه ! دوی ته خو امریکایانو هډوکی وراچولی چې لکه سپي سره پرې جنګیږي نو د طالب یې له دې احمقانو سره څه ؟ د طالب حکومت اشغالګرو ړنګ کړی او غلو ته یې ور کړی طالب خپل دولت له هغه چا څخه غواړي چې له دوی څخه یې اخیستی دی ! مذدور دراکړې ورکړې حق نلري !! پرون دالمان په تلویزون کې یو ماښامی وو چې نوم یې ( یوزړه او زړه سوی په کوچنیانو ) د ماښامي تر اخره ۵ ملیونه ایرو ورته… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

حزب اسلامی اوجمعیت اسلامی مورال(یوثابته نظریه اوعقیده)نه لری حالت ته ګوری ددوی نوم اسلامی دۍ خوداسلامه ناخبره ارتجاعی ګوندونه دی – هرچاته معلومه ده چه ګلبدین دملحد دافغانانودلوی قاتل تڼی سردقدرت داخستوپه هوااتحاد وکۍ بیا امریکایان له افغانستانه دغسی ناامیده وولکه نن داشرفغنی ملحده سره یی توافق وکۍ اشرفغنی امریکایانوته امید ورکۍ چه طالبان هم جوړیږی ترننه دافغانانود قتلواوکشتاروزمه واره ګلبدین دۍ اوجمعیت خوتردی هم بدتردۍ،زماپه فکرطالبان یوسم مرال لری که بیاخطانوتل اوس مخ پرپوره کامیابی دی ددی دووحزبواواشرفغنی فرق نسته ځان دی په زوره نه خطاباسی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

لونګ
میلمه
لونګ

افغانستان کی چا ظلم و نکړ؟ دغو جهادی مشرانو خو د جهاد لار مونږ ته راوښوده هر څه چی دی، خو طالب زمونږ عالمان په جومات شهیدان کړل. د انتحاری او ځان وژنی دستور او رواج همدغو طالبان په د اسلام په تاریخ کی ثبت کړ. ته ووایه کوم اصحابی کوم د اسلام په صدر کی انتحاری کړی وه؟ جومات یی پر وینو لړی وه، پلونه سړکونه، شفاخانی او مکتبونه چی ړنګ کړل؟ دوی طالبان د ازبکو، عربو، پنجابیانو په زور او پیسو خرڅ شوی خو نه وایی. خوسی خوسی بګواس خبری کوی. جمیعت سره خبری نکوو،حزب تڼی سره لاس… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

د جمیعت ډله یوه بدنامه او فاسده ډله ده طالبان د داسی بدنامی ډلی سره به هیڅکله د سولی خبری ونکړی که طالبان سوله کوی ولی د دوی له بادار سره سوله نکوی دا خو غلامان دی او همدا منحوسه ډله وه چی امریکاسره یی لاس یو کړ او امریکای تر افغانستانه راورسوله. دوی دا ارزښت هیڅ نلری چی د طالبانو سره سوله وکړی او دا بدنامه ډله خو غلامه ډله ده دوی څوک دی چی طالبانو سره سوله کوی . یو متل دی وایی په پچه وختی کشمیر دی ولیده دوی ته هم خرزی ډیر وخت ورکړ اوس ځان… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

یی ځوانه: طالبان هم هغه محبوبیت یی چه درلود اوس یی نلری. وایی خړ سپی د لیوه ورور دی. طالب چاته جاسوس او غلام نه وایی را ویښیه؟ چی جمعیت سره خبری نکوی حزب اسلامی سره دی خبری وکړی. هغوی خو اوس ځانونه د اسلام مدافعین بولی. دا اسلام دومره خوار شو چی د هیرا د منډی د جواز ورکونکو په فتوا اوس ساتل کیږی. الله مو ټول خوار کړه دنیا چیری ورسیده تاسی لا تر اوسه ویده یی.

احمدشاه
میلمه
احمدشاه

لونګ صاحب ! پشتو کی یو متل وایی سیند د سپی په اوبو نه مرداریږی . د میوند جګړه هم د انګریزانو مقابل کی وه د وزیر اکبرخان جګړه هم د انګریزانو او د پرونو مجاهدینو حګړه هم د روسانو او د نننو طالب مجاهدینو حکړه هم د امریکایانو په مقابل کی ده هغه وخت چه د انګریزانو مقابل کی مجاهدین جنګیدل انګریزانو به ورته هم خپله او هم ستاسی په شان غلامانو اشرار، غله او دهشتګر ویل او نن هم امریکایان د دی وخت د خپلواکی غوښتونکو په مقابل کی وایی چه دوی دهشتګر دی او یو شمیر غلامان… نور لوستل »