
د خاشقجي قتل: سعودي ترکيې ته د تورنو کسانو له سپارلو انکار کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي، چې دوی به د جمال خاشقي په قتل کې تورن کسان هېڅکله ترکيې ته ونه سپاري او د هغوی محاکمه به د سعودي په خاوره کې وشي.
جبیر د خليجي همکاريو سازمان له سرمنشي عبداللطيف الزياني سره د دغه سازمان له غونډې وروسته په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د خاشقجي په قتل کې د څېړنو لپاره به خپل هېوادوال هېڅکله ترکيې ته ونه سپاري.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير زياته کړې،که هر لوری د خاشقجي په قضيه کې د معلوماتو شريکولو همکاري کوي، دوی يې هرکلی کوي، خو قضا ته د سپارل شوو کسانو په اړه يې له ډېر څه ویلو ډډه کړې او په وينا يې دا د قضا اړوند مسئله ده او وروستۍ پرېکړه به لوی څارنوال کوي.
څو ورځې وړاندې د خاشقجي د قتل په قضيه کې د ترکيې لوی څارنوال د سعودي استخباراتو د پخواني مرستيال احمد عسيري او د ولي عهد محمد سلمان د ځانګړي سلاکار سعود القحطاني د نيولو امر صادر کړی و.
د ترکيې د لوی څارنوال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې «ډېره قوي شبه» شته، چې عسيري او قحطاني د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګري کې د ورکړل شوي پلان له مخې له وحشت او شکنجو وروسته جمال خاشقجي په عمدي توګه وژلی دی.
نږدې دوه مياشتې وړاندې د اکتوبر په د وهمه جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته له ورتلو وروسته نادرکه شو، چې لومړی يې سعودي په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوله او وروسته يې د ترکيې او نړيوالو فشارونو په پایله کې ومنله، چې هغه د تحقيق پر مهال وژل شوی او د خاشقجي د قتل په دوسيه کې يې د سعودي د استخباراتو مرستيال احمد عسيري او د ولي عهد د ځانګړي سلاکار سعود القحطاني په ګډون اتلس کسان نيولي او څېړنې ترې روانې دي.
ترکيه وايي، چې تورن کسان دې د ترکيې لويې څارنوالۍ ته وسپارل شي؛ ځکه چې دغه جرم د ترکيې پر خاوره شوی، خو سعودي د ترکيې دغه غوښتنه رد کړې ده.