د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هانګ لي

چين: د هواوي شرکت د چارواکي نيول به کاناډا ته دروند تمام شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي د کاناډا-چین اړیکې مهمې دي، خو د مینګ وانژو نیول به ددې هیواد لپاره درانه تمام شي.

تیره ورځ ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «کاناډا او امریکل هیڅ دا ډول اسناد نه لري چې له مخې یې مینګ وانژو پړه وبلل شی، د مینګ وانژو نیول د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او که ژر تر ژره پرېنښودل شي دا به د کاناډا هیواد لپاره ناوړې پایلې له ځانه سره ولري».

یاده دې وي چې تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت هم د کاناډا سفیر احضار کړی او په کلکه یې له هغه نه د مینګ وانژو د نیولو سپیناوی غوښتی.

مینک وانژو د چین د تر ټولو سترې کمپنۍ «هواوي» د مالي چارو مشره ده، چې ددې میاشتې په پیل کې د امریکا په امر د کاناډا پولیسو ونیوله او تېره جمعه يې محکمې ته حاضره کړه.

امریکایي چارواکې وایي، مینګ وانژو له ۲۰۰۹-۲۰۱۴ پورې په ایران لګیدلي بندیزونه بابېزه ګڼلي او خپل تولیدات یې یاد هیواد ته لېږلي؛ خو چینایي چاواکي بیا دا خبره ردوي.

مینګ وانژو په داسې حال کې نیول کېږي چې د امریکا او چین تر منځ اړیکي مخ په خرابیدو دي او د شنونکو په اند امریکا د چین له مخ په وړاندې تلونکي اقتصاد څخه په ویره کې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د