داودزی: د خلیلزاد له هڅو وروسته «نوي فرصتونه رامنځته شوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سولې په برخه کې د محمد اشرف غني ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا درالانشاء نوي رییس ويلي، اوس نوي فرصتونه رامنځته شوي دي.

عمر داودزي تېره شپه له خپلې مقررۍ څو ساعته وروسته له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وویل، د سولې لپاره به نوې ستراتېژي جوړوي او په وینا يې پخوانۍ طرحې به له اوسني حالت سره عیاروي.

هغه وویل: «اوس د خلیلزاد صاحب له ماموریت وروسته یو نوی حالت ایجاد شوی دی. هم د سیمې په اړیکو کې هم د سولې په اړه نوي فرصتونه رامنځته شوي.»

داودزي وړاندې تر دې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د احتمالي نوماندۍ خبر هم ورکړی و، خو تېره شپه يې د نوې دندې اعلان وشو.

هغه د زلمي خلیلزاد هڅو ته خوشبیني ښوودلې او ويلي يې دي، چې داسې علامې او امکانات شته چې تر ټاکنو وړاندې سولې ته ورسېږو.

په ورته وخت کې سټار ایند سټراپس رسنۍ د زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي، چې څوک په افغانستان کې د سولې لپاره د پیل شو هڅو ملاتړ نه کوي، نو له امریکا دې هم د دایمي ملاتړ هیله نه لري.

هغه د حکومت په منځ کې ځينو هغو چارواکو او سیاسيونو ته په اشارې دا څرګندونې کړې، چې اټکل کېږي د سولې پر وړاندې سم نیت نه لري.

زلمی خلیلزاد چې اوس د خپل ماموریت په درېیم سفر کې بوخت دی، ټینګار يې کړی چې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې باید یوې پایلې ته ورسېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د