افغانستان

څارونکي بنسټونه: په ټاکنو کې پر فساد اعتراف د برائت علت نه شي کېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ له لوري په شوې سروې کې ویل شوي و، چې په لومړۍ درجه کې فاسد بنسټونه عدلي ارګانونه، وروسته د پوهنې وزارت، لویه څارنوالي او ټاکنیز کمیسیونونه هم په دې لیست کې راځي.

په همدې غونډه کې د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون مشر عبدالعزیز اریایي ومنله، چې په کمیسیون کې يې فساد دی او اعتراف يې وکړ چې هیچاته د هیڅ ډول شفافیت ضمانت نه شي ورکولی.

د ټاکنو د څار بنسټونه وايي چې د ټاکنو په بهیر کې تر اوسه پورې پر دې فساد د خولې پټول دا مانا لري چې دوی لاسي دا بهیر ګډوډ غوښت.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید وايي، پر دې فساد او درغلۍ اعتراف دا مانا نه لري چې دوی ځان ته «برائت ورکړي.»

هغه له رسنیو سره خبرو کې وویل، دوی په دې مسئله کې مسؤل دي او باید خلکو ته ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنو خپلواک کمیسیون تر منځ د کابل پر ټاکنو ناندرۍ لا هم پر ځای پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ وویل، د شکایاتو کمیسیون باید څارونکي ور ولېږي چې د کابل رايو د بیا شمېرنې لړۍ پیل کړي، دوی ګواښ وکړ چې که يې ور ونه ولېږي د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو د استازو پر وړاندې به يې بیا شمېر پیل کړي.

د دې دوو کمیسیونونو تر منځ وروسته له هغه ناندرۍ را وپارېدې چې د شکایاتو کمیسیون تېره اوونۍ د کابل ټولې رايې باطلې اعلان کړې، خو د ټاکنو کمیسیون يې اعلان ناپامه ونیو او هغه يې د دوی پر خپل سر تصمیم یاد کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x