ارشیف

کندهار مرکز کې پوځي چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندهار په مرکز کې هوايي ډګر ته څېرمه چورلکه نسکوره شوې ده، چې ځاني تلفات يې هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې دغه چورلکه تېره شپه هواي ډګر ته څېرمه را نسکوره شوه، خو په اړه يې نور جزییات په لاس کې نشته.

ځينو سرچینو ویلي چې د چورلکې د عملې له منځه یوازې پنځه تنه ټپیان ژوندي پاتې شوي دي.

طالبانو او حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

پوځي سرچینې ډېری وخت خپلې چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې بولې چې په تېرو نهو میاشتو کې يې شمېر شاوخوا لسو ته ورسید.

د چورلکې په غورځېدو کې تر ټولو مرګونې پېښه فراه ولایت کې وشوه، چې طالب سرتېرو يې په راغورځولو سره د ۲۰۷ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون مهم ځايي چارواکي ووژل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د