پاکستاني چارواکې: پر ډېورنډ «فرضي» کرښه اغزن تار پر امنیت اغېز کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د راپورونو له مخې پاکستاني چارواکو پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار د غځولو او پوستو اچولو لړۍ پای ته نږدې کړې ده.

دوی وايي چې له د کابل حکومت له چارواکو سره په همغږۍ مخ پر وړاندې ځي او هیڅ خنډ په مخکې نه ويني.

د پاکستاني سرحدي ځواکونو یو چارواکي محمد شهزاد رسنیو ته ويلي چې تر اوسه يې سلګونه کیلومتره تار غځولی او ګڼې پوستې يې ځای پر ځای کړې دي.

هغه دعوه کړې چې له دې هڅو سره يې پاکستان کې امنیت د ډاډ وړ شوی دی.

کابل ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر ومنله چې له پاکستان سره يې پر ډېورنډ فرضي کرښه د تار غځولو او پوستو جوړولو هوکړه کړې ده.

د «لوی افغانستان» په نوم ځینې جریانونه په دې اړه پټه خوله دي، چې ځینې فعالان د د دې بنسټونو غړي هم په معامله کې ښکېل بولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د